په یمن کې د وبا مرض دقربانیانو شمېر اوولس سوه ۷۰ تنو ته ورسید

 

د وروستیو شمېرو له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان خپرې کړې دي د ۳۳۸ زره او ۹۶۹ کسان د یمن په ۱۱ ښارونو کې په وبا اخته دي. د روغتیا نړیوال سازمان همدا راز په خپل یوه راپور کې ویلي، چې دغه ناروغي د یمن په نورو ښارونو کې هم د پراختیا په حال کې ده. په راپور کې راغلي، چې پاکو اوبو ته نه لاسرسی او خرابه هوا ددې لامل شوې چې په یمن کې وبا ورځ په ورځ ډېره قرباني واخلي. یمن ۲۷ میلیونه نفوس لري، چې تر روانې دوه کلنې جګړې مخکې یې د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه توکي له بهره واردول، خو په روانو جګړو کې نه یوازې جګړه قرباني اخلي، بلکې وبا هم د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی دی. ویل کېږي چې په یمن کې روانه جګړه د ایران او عربستان په ملاتړ مخ ته روانه ده. عربستان د یمن د پخواني شا په پلوۍ بریدونه کوي خو ایران بیا د شا د مخالفینو ملاتړ کوي.