په یونان کې کډوال ماشومان د ځان وژنې هڅې کوي

د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره (سیو دي چلډرن) تیره ورځ په یو راپور کې وئیلي چې په یونان کې د مهاجرو په کمپونو کې خلک له ډیرو زیات ستونزو سره مخ دي ، چې په دې کې ځیني ماشومان د ځان وژلو هڅي کوي او ځیني په نشئي توکو اخته شوي.

د سیو دي چلډرن اداره وایي چې تر ټولو زیاته د اندیښنې وړ خبره په دغه کمپونو کې د ماشومانو د ځان د وژلو کوښښونه دي.

دلته حتی یو نهه کلن ماشوم د ځان وژلو کوښښ کړیدی.او یو بل دولس کلن ماشوم د ځان د وژلو د هڅې ویډیو ثبت کړې ده.

د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې دغه راپور وایي چې د یونان د کمپونو حالت بیخي زیات خراب دی. دلته کې پناه غوښتونکي د یوې کمبلي، د خوب لپاره د لږ وچ ځای د خوراک او د اوبو تر لاسه کولو لپاره ډیري زیاتې هڅي کوي چې د هغې په نتیجه کې په کمپونو کې د پرتو مهاجرو تر منځ نښتي او جنگونه هم کیږي.

په ٢٠١٥ کال کې د سوریې، عراق او افغانستان نه شاوخوا یو ملیون پناه غوښتونکي د ترکیې نه یونان ته اؤښتني دي چې اروپا ته لاړ شي. تیر کال د مارچ په شلمه نیټه اروپایي اتحادیې د ترکیې سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې هغه پناه غوښتونکي چې اسناد ونلري بیرته ترکیې ته ولیږل شي.