په یو وسله وال برید کې ۴ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر یوه پوسته وسله وال برید شوې چې له امله یې، دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ نښته تائیده وي؛ خو په یاد برید کې یې د یو پوځي د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو خبره کوي.