په ۲۴ ساعته کي څومره خوب ته اړتیا لرو؟

نوی زیږیدلی ماشوم«۰ تر ۳ میاشتو» له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو خوب ته اړتیا لري ښه به دا وي چې تر یولسو کم او تر نولسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

تي خوری ماشوم«له ۴ تر ۱۱ میاشتو پورې» باید له ۱۲ تر ۱۵ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له لسو ساعتونو کم او له اتلسو ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

کوچني ماشومان « له ۱ تر ۲ کلونو » له ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري غوره ده په دغه عمر کې له ۹ کم او ۱۶ ساعتونو زیات خوب ونه شي.

له ښوونځي مخکې عمر یا د وړکتون عمر«له ۳ تر ۵ کلونو» د دغه عمر ماشومان له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري، دوي ته له ۸ ساعتونود کم او له ۱۴ ساعتونو د زیات خوب سپارښتنه نه کیږي.

د ښونځي عمر«له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې» باید له ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب وشي د دغه عمر ماشومانو ته جدي سپارښتنه کیږي چې له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

ځلمکیان او نوې پيغلې « د۱۴ او ۱۷ کلونو» کسان باید له ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې خوب وکړي له دوي غوښتل شوی دي چې تر ۷ ساعتونو کم او او تر۱۱ ساعتونو زیات خوب دې نه کوي.

ځوانان« له ۱۸ تر۲۵ کلونو » پورې ځوانان باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي سپارښتنه کیږي چې له ۶ ساعتونو کم او له ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.

لویان« چې عمرونه ېې د۲۶ او ۶۴ کلونو ترمنځ وي» باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي له ۶ کم او ۱۰ ساعتونو زیات خوب ورته نه دی پيشنهاد شوی.

 

د پاخه عمر کسان چې له ۶۵ اوښتي وي له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب ورته کفایت کوي او باید تر۵ ساعتونو کم او ۹ ساعتونو زیات خوب ونه کړي

کاپی…