په ۲۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر دوام لري

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش لړۍ روانه ده، چې د ۹۱۵ محلونو کارونه بشپړ شوي دي. د ټاکنو یاد کمېسیون وایي، په دې کې د څلورو ولایتونو د باطلو رایو پروسه بشپړه شوې؛ خو په ۹ ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټیمونو د مداخلو له امله دغه لړۍ په ټپه ولاړه ده. په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې مطبوعاتي بیان په ترڅ کې له ټولو ټاکنیزو ټیمونو غوښتي، چې د قانون مطابق دې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره همکاري وکړي، تر څو په شفافه او عادلانه ډول د رایو د بیا شمېرنې دغه بهیر پای ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ټیمونو په دې وروستیو کې د رایو بیا شمېرنه د ټاکنو له قانون سره په ټکر بللې ده.