چارواکي وایي، په نيول شویو وسله والو کې پنځه ماين ښخوونکي او يو هم د همدې ډلې تښتوونکی شامل دی.
د کندهار ولایت د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، یاده شپږ کسیزه ډله د دې ولایت په ښار او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ نيول شوې او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.
بارکزي وویل له نيول سوو وسله والو سره يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
جمال ناصر وایي، نيول شویو وسله والو هم منلې، چې د کندهار پر نړیوال هوایي ډګر او ځينو نورو امنیتي اهدافو يې په بريدونو کې لاس درلود او په دې اړه یې قومنده په چمن کې د طالبانو له يو قومندان څخه ترلاسه کوله.
خپله طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.