پوليسو کندهار کې د يو غلچکي بريدګر په ګډون شپږ وسله وال نيولي

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، چې له نيول شویو وسله والو سره وسلې او اته جوړې پوځي درشۍ نيول شوي.

د پوليسو ویاند وویل، چې ياد وسله وال د رواني اوونۍ راهيسي کندهار کې نیول شوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.