پولیسو د تېر کال په اوږدو کې له ۱۰۰ څخه ډير انساني قاچاقبران نیولي

د افغانستان د عدلیې وزارت رسینو سره په خبرو کې ویلي،چې د تیر کال په اوږدو کې یې ۱۰۴ تنه انساني قاچاقبران عدلي او قضایي بنسټونو ته معارفي کړي دي.

د عدلیې وزیر او د انسان او مهاجرینو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون رئیس عبدالبصیر انور خبریالانو ته وویل، چې لویې څارنوالۍ ته د انساني قاچاق په تړاو د ۱۵۴ استول شویو قضیو له شمېرې د ۱۴۵ قضیو په اړه فیصلې شوې دي او پاتې نورې به هم وڅیړل شي.