پولیسو هغه تن نیولی چې د خپلې مېرمنې پزه یې پرې کړې وه

د پکتیا امنیه قومندانۍ د هغه کس د نیولو خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې یې په جانیخېلو ولسوالۍ کې د خپلې مېرمنې پزه په چاړه غوڅه کړې وه.

پولیس وایي، د دغې کس کورنۍ پېښه پټه ساتلې وه؛ خو پولیسو ته د خبر رسیدلو سره سم یاد کس د پېښې له سېمې تښېدلی وو او د پولیسو تر څارنې لاندې و چې اوس مهال نیول شوی دی.