پولیسو په کابل کې د یوې غیرې مسؤلې وسله والې ډلې مشر نیولی

کورنیو چار وزارت وايي، د جرمي شبکې مشر عبدالحميد خراساني یې نن له غرمې مخکې په کابل کې وروسته تر هغې ونیوه، چې غوښتل يې په نني لاريون کې اخ و ډب رامنځته او عامه امن او نظم ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا د خراساني نوم د لوړو جرمي شبکو د مجرمینو په نوملړ کې شامل کې و، چې له دې مخکې څو ځلې له پولیسو سره نښتي کړي، چې په تېښته بریالی شوی وو.