پوهنه د شریعت او د قانون له نظره

لیکوال : اسدالله داور

پوهنه اوروزنه د یو ملت د فرهنګ، کلتور شرعۍ او قانوني لاره ده او د ټول انسانانو د ګډ ژوند د رشد او پرمختګ اساس او بنیاد دی ، پوهنه د یوه انسان او د یوي ټولني  د پرمختګ وسیله ده په هره هغه ټولنه کې چې پوهنه ته پاملرنه نه کېږی هلته بشیری ګواښ رامنځ ته کېږی که د نړۍ پرمختللی هیوادونه وګورو او دا وڅیړو چې څه باعث وه ددي هیوادونه په پرمختګ کې نو موږ به دی نتیجی ته ورسیږی چې یوازی په پوهنی سره یوه هیواد پرمختګ کولای سی ، دلته بهتره ده چې لومړي د شریعت او دوهم د قانون له نظره زده کړه وڅیړو .

لومړی د شریعت له نظره:  په اسلام مبارک دین کې ډیر تاکید شوی دی په زده کړي باندې په دی اړه هم مبارک آیتونه راغلی دی او هم احادیث شریف . د علم په باره کې د اسلام مبارک کتاب قرانکریم کې لاندي مبارک آیتونه راغلی دی ( الذی علم بالقلم ) ژباړه : هغه چې  علم يې زده کړ د قلم په کمک سره . او په بل مبارک آیت کې راغلی دی (اقراء باسم ربک الذی خلق ) ژباړه : ووایه د خپل رب په نامه چې آفریدګار دی . علم د اسلام مبارک دین اساس دی له دی کبله یې پر نر او ښځې د علم زده کړه فرض کړی ده . او هر هغه څوک چې علم ولری هغه  بهتر دی نسبت هغه چا ته چې بې علمه وي . په دی مبارک آیت (یرفع الله الذی امنوامنکم والذین اوتوالعلم درجات ) کې راغلې ژباړه : یعني برتری لری هغه څوک چې ایمان یې راوړی وي او هم هغه څوک چې د علم درجه یې لوړه وي د  مفسیرونوپه وینا سره لومړی هغه څوک چې ایمان يې راوړی وي او دوهم هغه څوک چې د علمی درجی درلودونکی کسان تر بې علمه کسانو برتری لری د خدای ج په نزد باندې .نو باید ټولو مسلمانان باید د علم په حاصلولو کې کوښښ وکړو .

د  علم په اړه ډیر احادیث شریف راغلی دی چې زه به يې دلته یو درته بیان وم.

(طلب العلم فریضته علی کل مسلم و مسلمة) ژباړه : د علم زده کړه په هر مسلمان سړی او ښځی باندې فرض دی .

دا توپیر باید له منځه ولاړ شی چې یوازی نارینه باید تعلیم وکړی ښځي هم حق لري چې تعلیم وکړی دلته هر یوه کورنۍ مسوله ده چې خپل په اولادونه تعلیم وکړي ،  تر څو روښانه راتلوونکي ولري .

دوهم د اساسی قانون له نظره : په دی باندې موږ او تاسی ټوله باور لرو او پوهیږی چې زموږ اساسی قانون د اسلام مبارک دین په رڼا کې جوړ سوی دی او هيڅ مخالفت ورسره نه لری لکه څنګه چې د اساسی قانون په دریمه ماده کې راغلی دی : په افغانستان کې هیڅ قانون نشی کولای چې د اسلام مبارک دین د معتقداتو او احکامو سره مخالف وي.

د اساسی قانون په دري څلوېښتمه ماده کې راغلې دی چې زده کړه دافغانستان د ټولو اتباعو حق دی چې د لیسانس تر درجې پورې وړیا د دولت له خوا تامینیږي.

دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوارن معارف د عامولو او د منځینو اجباري زده کړو د تامين لپاره او د مورینو ژبو د تدریس لپاره په هغو سیموکې چې پرې خبرې کېږي لاه هواره کړي .

د ټولنۍ هر یوه وګړی مسول دی چې خپل تر توان پوری د جهالت په وړاندي مبارزه وکړي او د جهالت څخه یوازی د خلاص لاره تعلیم کول دی .

همداسی  شان د اساسی قانون په پنځه څلوېښتمه ماده کې راغلی دی چې دولت مکلف دی د ښځو د زده کړو د پراختیا او توازن د ایجاد په منظور،‎د کوچینانو د زده کړو د ښه والي تو په هیوادکې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغیزمن پرواګرامونه طرح او تطبیق کړي.

دا چې څومره دولت توانیدلي دی چې اساسی قانون تطبیق کړي دا قضاوت به تاسو ته پریږدم .

د پوهنۍ ګټي

پوهنه یوازینی د پرمختګ لاره ده چې یوه هیواد پر خپل پښو دروی .

د پوهنۍ په وسیله موږ کولای شو چې د طبیعی ګواښونه څخه ځان وژغورو.

د پوهنۍ په وسیله موږ کولای سو چې خپل کلتور ، تاریخ او ځان نوري نړي ته وروپيژنو.

د پوهني په وسیله موږ کولای شو جهالت ته د پای ټکې کښيږدو او او د یوه روښاني راتلونکي په تمه اوسو.

د پوهني په وسیله موږ کولای سو چې د خپل ژوند د شته مشکلاتو سره مبارزه وکړو او د خپل  ژوند چاري په ښه توګه پرمخبوزو.

او داسی نور ډیري ګټی لری……..

رحمان بابا وايې :

ترقیامته خرابی پري اثر نه کــا          که د علم په اســـــــــــاس بنا څوک

که د جهل علاج غواړي په جهان کی     بې له علمه به بیا نه مـومی دوا څوک