چهارشنبه , 15 مې 2024

پوهنې وزیر میاخان ته د پوهنې د اتل ستاینلیک او ایوراډ ورکړل

د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې پکتیکا ولایت کې د هغه شخص په نوم ښوونځی جوړوي، چې د دې ولایت په لرې پرته سیمه کې اوسېږي او په خپلو لوڼو د زیات زیار په بدل کې تعلیم کوي.

دا سړی میاخان نومېږي او خپلې څلور لوڼې هره ورځ ۱۲ کېلو متره لرې ښوونځي ته وړي او بېرته یې کورته رارسوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې پکیتکا ولایت کې د میا خان په نوم ښوونځی جوړوي.

میا خان د پکتیکا ولایت د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکی دی او هره ورځ خپلې څلور لوڼې د زده کړو لپاره ۱۲ کېلو متره لرې ښوونځي ته وړي او له رخصتېدو وروسته یې بېرته کورته رارسولې.

د چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزیر مېروېس بلخي له میاخان سره کتلي او هغه ته یې د پوهنې د اتل ستاینلیک او ایوراډ هم ورکړي دي.

د پوهنې وزارت په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې بلخي له میاخان سره وکتل، هغه سره یې د ستاینلیک او ایوارډ د ورکړې ترڅنګ د میاخان په نوم د ښوونځي د جوړولو ژمنه هم وکړه.

میاخان بیا ویلي غواړي چې په خپلو لوڼو تعلیم وکړي، ترڅو ډاکټرانې شي او د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې د خلکو خدمت وکړي.