پوهه او ساینس څه ته وايي؟

لیکنه: واسع صافی
طب پوهنځي زدکړیال

ډېری وخت پوهه او ساینس په یو معنی کارول کیږي، خو په اصل کې دا دوه مختلف تعریفونه لري.

الف- پوهه د دري-فارسي د (دانش)، د انګلیسي (Knowledge)، د عربي ژبې د (المعرفة) کلیمې معادله ده.
ب- ساینس ته په دري-فارسي (علم)، په انګلیسي (Science) او په عربي کې هم (علم) وايي.

اوس هر یو بېل بېل تر بحث لاندې نیسو:

پوهه څه ته وایي؟

پوهه په لغت کې خبرېدنې او پېژندنې ته وایي.
په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو معلوماتو ته پوهه وایي.

پوه هغه چا ته وايي چې د اړوند موضوع، ساحې، مضمون او … په اړه پرتلیزه خبرتیا ولري.

پوهه د یو چا، یو ځای یا یو شي (حقایق، معلومات، توضیحات او مهارتونو) په اړه پوهاوی، پيژندنه او خبرېدنې ته وایي، چې د تجربې، زده کړې او یا مطالعې له لارې ترلاسه شوي.

د پوهې وېشنه:

یو وخت یو استعداد لرونکی شخص کولای شوای د طبیعي فلسفې تر نوم لاندې د وخت ټول علمي فرضيې وپېژني. وروسته له هرې پېړۍ سره د پوهې ساحه پراخ او نوي شیان زیات کړل شول، تر دې چې تر ۱۸۰۰ م. وروسته دا کار غیر علمي وو.

وروسته معلومه شوه که چېرې یو څوک وغواړي په یوه برخه کې تخصصي زده کړې وکړي پکار ده چې مخکې له واره یوازې همغې برخه ته ځان ځانګړی کړي، ځکه د علم ټولې څانګو مطالعه ممکنه نه وه، نو لازمه وګڼل شوه چې علم په څانګو ووېشل شي. له بلې خوا د وخت په تېرېدو سره د پوهانو د کوښښونو او څېړنو په پایله کې علوم نور هم پراخېدل په دې اساس څانګې په نورو څانګو وویشل شول، دا لړۍ همداسې دوام لري.
اوس وخت هره ورځ‌ تر ۲۵۰۰۰ علمي پاڼې بازار ته راوځي، چې یو شخص ته پر دې ټولو پوهېدل ناشونی دی.

د پوهې او ساینس په وېشنو کې  پوهان په یو رایه ندي، بېلابېلې نظریې او وېشنې شتون لري.

ټول هغه څه چې موږ پوهېږو له دریو سرچینو څخه لاسته راغلي:

دیني: د الله تعالی لخوا د انبیاوو علیهم السلام پواسطه بشر ته ښول شوي.
فلسفي: فیلسوفانو د فلسفې او منطق په اساس استدلال کړې او یوې نتیجې ته رسیدلي.
ساینسي: هغه پوهې چې په تجربې ثبوت شوي ساینس بلل کیږي.

علم څه ته وايي؟

علم عربي کلمه ده، لغتا د یو شي په اړه فهم، درک او معرفت دی. جمع یې علوم راځي.
او په اصطلاح کې د یو شي یا موضوع په اړه منظم او تړلو معلوماتو ته علم وایی.

علم په عربي او فارسي کې په دوه معناوو کارول کیږي:
۱- علم د انګلیسي (Science) او د پښتو د ساینس کلیمې په مفهوم.
۲- علم د فارسي (دانش)، د عربي (درک – المعرفة)، د انګلیسي (Knowledge) او د پښتو د پوهې په مفهوم.

په عامیانه اصطلاح کې علم د خلکو پواسطه د چاپيریال او اړوندو ټولو مسایلو په اړه هر ډول خبراوی ته علم وايي.

چې علم کلیمه په پښتو کې هم په همدې (پوهې) معنی کارول کیږي او رواج موندلی.

په دې مفهوم کې علم د هر ډول شیانو، پدیدو،  روابطو، مهارتونو او نورو په هکله پوهیدلو ته شامل دی. په دې مفهوم کې د علم د لاسته راوړلو لپاره د علمي میتودونه شتون حتمي ندي، کېدای شي دغه علم په بېلابېلو لارو لاسته راوړل شي.

ددې مفهوم په اساس د حدیثو علم، ریاضیات، فقه، نجوم، اخلاق، ژبه… دا ټول علوم دي.

يادونه:
۱- تر دې وروسته دې لیکنه کې زموږ هدف له علم/علوم څخه هماغه د پوهې مفهوم دی.
۲- ساینس ته پښتو کې پوهنه هم وايي.

علم د اسلام له نظره:
په قرآني آیتونو او حدیثونو کې د علم څخه هدف پوهه او (Knowledge) دی.
د علم کلیمې استعمال په قرآن کې مقید شوی ندی چې ګواکې هدف یې یوازې شرعي علوم دي – قرضاوي.

دیني علماوو علم په دوه برخو ویشلی:
۱- شرعي علوم: علوم القرآن، علوم السنة‌، عقیده، فقه، اخلاق، اصول… او هغه چې د دین او شریعت لپاره اړین دي لکه: ژبه، ادب او تاریخ.
۲- دنیوي علوم: ټول علوم چې انسان یې د ژوند او چاپیریال د بقا او پرمختګ لپاره اړتیا لري، لکه: طب، انجینري، کیمیا، فزیک، ریاضي، بیولوژي او نور.

همدارنګه د حکم له نظره هم په دوه ډوله ویشلی:
۱- علم النافع یا ګټور علوم.
۲- علم غیر نافع یا ناګټندویه علوم –  د ځینو حکم حرام دی.

ساینس څه ته وايي؟
ساینس (Science) د لاتیني کلیمې (Scientia) څخه اخیستل شوی د پوهې او پېژندنې(Knowledge)  په معنا ده.

ساینس یوه منظمه تګ لاره ده چې د شواهدو او تجربو څخه په استفادې د طبیعي نړۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي.

تر ټولو ساده تعریف یې: ساینس هغه علم دی چې په تجربو ولاړ دی.

ساینس د پوهې یوه برخه ده چې په کتنو او تجربو ولاړ دی، او د طبیعي یا مادي نړۍ سره سر او کار لري. هر هغه څه چې د طبیعي نړۍ څخه پورته وي د ساینس تعریف ساحه کې ځای نلري.

ساینسپوهان د یو لړ منځمو تګلارو پواسطه نوي معلومات ترلاسه کوي چې د ساینسي میتودونو په نوم یادیږي. د ساینس او نورو علومو تر منځ‌ توپیر همدا علمي مېتودونو شتون دی.

کیمیا، فزیک، بیولوژي او نور دا ساینس نه بلکه د ساینس لاسته راوړنې دي، ساینس خپله یوه منظمه تګلاره ده د پوهې لاسته راوړلو لپاره.

د ساینس ډېری څانګې د (-ology) وروستاړي سره ختمیږي چې د مطالعې (study of) په معنی ده، لکه Biology.

د پوهې شالید:
انسان تل په دې هڅه کې وي تر څو په هر څه پوه شي ، ځکه انسان لټاند طبیعت لري. د همدې کنجکاوۍ په سبب د همغې ورځې څخه چې انسان پر ځمکې پښه ایښې د پوهې په لټه کې دی، تر څو وکولای شي د خپل شاوخوا او طبیعت په اړه د څه شی؟ څنګه؟ او ولې؟ پوښتنو ته ځواب پیدا کړي. پوهه د بشر د فکر او اړتیاوو سره بشپړتیا موندلې.

فلسفه د میلاد دمخه شپږمه پېړۍ کې د تالس لخوا د الهیاتو څخه بېل شو. د اسنادو له مخې تالس د فلسفې پیلوونکی دی.

په کلاسیک دور کې ساینس او فلسفه په یو معنی کارېدل، یوبل سره نژدې اړیکې لرلې. په اروپا کې تر عصري دورې پورې ساینس د هرې منظمې پوهې پر ځای استعمالېده، حتی د فلسفې معادل استفاده کېده.

د ساینس کلیمه (په خپل اصلي مفهوم) نوې ده، پخوا به ددې پر ځای د طبیعي فلسفې نوم کارېده. په ۱۷ مه میلادي پيړۍ کې طبیعي فلسفه (اوسنی ساینس) په تدریج سره له فلسفې څخه جدا شو.

ساینس د رنسانس دورې (۱۴۰۰ تر ۱۶۰۰ میلادي) څخه وروسته پيل شو، خو علم یا پوهه د بشریت له پیدایښت سره پيل شوې. الله تعالی فرمايي: « خَلَقَ الْإِنسٰنَ  عَلَّمَهُ الْبَيَانَ» ژباړه: همغه انسان پيدا کړ؛ او ده ته یې غږېدل ور زده کړل.

د ساینس وېشنه:
د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې په ساینسي علومو کې ډېر پراختیا راغی. پر دې اساس لازم وګڼل شو تر څو ساینس په څانګو ووېشي.
د ساینس ویشنه هم د بېلابېلو تګلارو او ګټې اخیستنې په اساس څو وېشنې لري.

ساینس په څلورو برخو ویشل شوی:
۱- طبیعي پوهنې (Natural Science): په طبیعي علومو کې د ساینسي میتودونو څخه یعنې د شواهدو او تجربو څخه ګټه اخیستل کیږي. د مادي او طبیعي نړۍ سره سر او کار لري.
لکه: کیمیا، فزیک، بیولوژي، نجوم، ریاضیات.

۲- ټولنیز پوهنې (Social Science): په ټولنیزو علومو کې د تجربو او کتنو څخه نه بلکه د روایتي‌ او تاریخي معلوماتو څخه ګټه اخلي. د ټولنې او د ټولنې او افرادو ترمنځ‌ اړیکې څېړي.

لکه: ټولنپوهنه، ارواپوهنه، سیاستپوهنه، وټپوهنه (اقتصاد)، وګړپوهنه، تاریخ، جغرافیه.

۳- بشري پوهنې (Formal Science): د مانيز ( معنوي )، ذهني، اخلاقي، كولتوري او ټولنيز كار او فعاليت په ساحو كې د انسان څېړنه كوي.

لکه: ریاضیات، فلسفه، منطق، کمپيوټر ساینس، اخلاق، ښکلاپوهنه، ادبپوهنه، ژبپوهنه …

۴- تطبیقي پوهنې Applied Science)): لکه: طب، انجینري، سوداګري،کرنه او مالداري، تکنالوژي انجینري، حقوق، ژورنالیزم، موزیم او کتابتون علوم، نظامي پوهنه، مدیریت، ترانسپورت، روغتیا، فضاپوهنه، خلاپوهنه، کمپيوټر ساینس…

ځینې هم په دې باور دي چې ریاضي علم دی، ځینې یې علم نه بولي، هر یو خپأ دلایل لري. خو مهمه دا چې ریاضي د طبیعت او تجربي علومو ژبه ده. ریاضیات په شمېرپوهنه، الجبر، هندسه او مثلثات ویشل شوی.

یادونه:
۱- پورته وېشنه کې د انګلیسي (Science) کلیمې څخه هدف پوهه ده، نه خپله ساینس.

طبیعي پوهنې په لاندې برخو ویشل شوی:

۱- بیولوژیکي پوهنې: د ژوندیو موجوداتو مطالعه

۲- فزيکي پوهنې: د غیر ژوندیو موجوداتو او شیانو مطالعه

۱- بیولوژيکی ساینس (Biology) بیا پر دوه برخو ویشل کیږي:

الف: نباتپوهنه/ بوتاني (Botany): د نباتاتو مطالعه

ب: ژونپوهنه/ زولوژي (zoology): د حیواناتو مطالعه

۲- فزیکي ساینس (Physics) کې لاندې څانګې شاملې دي: فزیک، کیمیا، ځمکپوهنه، ستورپوهنه، هواپوهنه، ریاضیات، …

زموږ ښوونیز نصاب ساینس په لاندې دوه برخو ویشي:
۱- طبیعي علوم (Natural Science) چې سخت علوم (Hard Science) یې هم یادوي: کیمیا، فزیک، بیولوژي، جیولوژي او ریاضیات.

۲- ټولنیز علوم (Social Science) چې پوست علوم (Soft Science) یې هم نوموي: تاریخ، جغرافیه، سیاست، اقتصاد، وګړپوهنه، ژبپوهنه …

د علم او پرمختګ زیانونه:
کیمیاوي او بیولوژيکي کارخانې، صنعتي فابریکې او احتراقي ماشینونه زموږ چاپیریال او آب و هوا ککړ کړي.

ورانونکي او وژونکي اسلحې او اتومي بمونه د اساسي عواملو څخه چې د انسانانو ژوند تهدیدوي.

بېلابېل کیمیاوي او زهري دوا درمل چې ځینې یې نباتاتو، حیوانانو او انسانانو ته ګواښونکې ده.

خو پدې کارو کې پوهه او پوهان پړ ندي بلکه دا مختلف علتونه لري، لکه د پوهې او د پوهې د محصولاتو څخه ناسمه او بېځایه ګټه اخیستنه.

د پوهې او ساینس بحث لنډیز:
۱: د پوهې کلیمه د ساینس څخه جامع او پوره دی، او ساینس په یو ډول د پوهې تر لاندې یوه ټولګه ده.

۲: علم یو عام او کلي معنی لري. یعنې که یو څوک د یو څه په اړه معلومات لري دی د هغه په اړه عالم یا پوه دی.

بېلګې په توګه: محمود عالم دین دی. یا وایو احمد سیاساتپوه…

لکه د مهارتونو زده کول، د خپلو کړنو څخه څه زده کول، د مطالعې یا اورېدلو له لارې څه زده کول، د موټر زده کول او نور، دا هغه څه دي چې تاسې یې په اړه معلومات او فهم لرئ، دا ټول کارونه پوهه ده او تاسې نظر دې کارونو ته پوه یاست. ځکه په دې کې هېڅ‌ یو تاسو د ساینسي میتودونو پواسطه ندي ترلاسه کړي.

۳: ساینس د مشخصې پوهې لپاره یوه تګلاره ده. پوهه هغه څه دي چې موږ د ساینس په اړه پوهېږو.

۴: ساینس ښايي چې: په کایناتو کې څه دي؟ څنګه کار کوي؟‌ او ولې داسې کیږي؟ ، او داچې ددې څېړنو د نتیجې سره څه وشي دا پوهه ده.

۵: ساینس تل په پرمختګ او بشپړتیا کې وي. پوهه کولای شي پرمختګ وکړي او ادامه پيداکړي، خو ورکېږي مګر دا چې بل چا سره شریک شي یا انتقال شي.

سرچینې:

قرآن کریم
پښتو ویکیپیدیا
انګلیسي ویکیپیدیا
عربي ویکیپیدیا
فارسي ویکیپیدیا
ویکیشنري
قاموسونه/ اچکزی
ویکی فقه
شبکه ملی مدارس رشد
وسیع ویب
موضوع عربي ویبپاڼه
جمشید رسا/ مکتب درخانه
ما هو مفهوم العلم/ قرضاوي
نور بېلابېل ویبپاڼې