پوهېږئ دا څو نجونې ولې ډېرې يادېږي؟

ځينې داسې کسان شته چې ژوند يې دومره له تنازعاتو او کشالو ډک دی چې خبره یې لا له خولې وتې نه وي، بیا یې د رسنيو خبرونو سر ټکي جوړ کړي وي.

په هندي سېنما کې دا وياړ تر ډېره شاه‌رخ خان ګټلی دی، تر دې چې زوی یې ورته ویلي، پلاره! هر څه جوړېږه، خو د خدای په خاطر د خبرونو سر ټکی مه جوړوه.

په پاکستان کې بیا دا ویاړ تر ډېره د ښځینه‌وو ستوریو په برخه دی.

وژل شوې قندیل بلوچ به همېشه د خبرونو سر ټکی و، تر دې چې مرګ یې هم همداسې یو سر ټکی جوړ کړ. وینا ملک، میرا، نور بخاري او اوس ماهره خان تل د رسنیو د خبرونو سر ټکي جوړوي.

خو پوښتنه دا ده چې ولې؟

ځواب یې دا دی چې دا کسان یو ډول مرموز ژوند لري، تېر یې هم له داسې کیسو ډک دی چې که روښانه شي، هیجان به مو واخلي او اوس هم په داسې یوه حالت کې ژوند تېروي چې له تنازعاتو خالي نه دی.

تازه یې له دوی یو‎ې، ماهره خان، وروسته له هغه چې له رنبیر کپور سره یې بې‌باکه تصویرونو بلا پوښتنې را پورته کړې، ویلي چې له رنبیر کپور سره یې هغه څه وکړل، څه چې د یوه ځوان هلک او پیغلې نجلۍ تر منځ کېږي.

ماهره خان دا ځواب له میاشتې سکوت وروسته ور کړی او خپل منتقدین یې سم یخ کړل.

دا چې څه چارې به يې کړې وي، څوک څه نه شي ويلای.