قاري علي خان خالد
د ابراهیم بن ادهم رحمه الله سره د یو سړي بحث شو. سړي ویل چې د برکت په نامه خو هیڅ شی هم پاتي نشو.
ابراهیم بن ادهم رحمه الله ورته وویل چې آیا تا پسونه او سپي لیدلي دي؟
سړي وویل: هو
ابراهیم بن ادهم رحمه الله:کوم یو ډير بچي اچوي؟
سړی:سپي تر اوو پوري بچیان زیږوي او پسونه یا بزې صرف درې بچي زېږوي.
ابراهیم بن ادهم رحمه الله: ته لږ فکر وکړه او شاوخوا وګوره چې په پسو او سپیانو کې کوم ډیر دي؟(یعني پسونه ډير دي او که سپي؟)
سړی: پسونه ترې زیات دي.
ابراهیم بن ادهم رحمه الله: آیا هغه هر وخت نه ذبح کیږي؟(یعني باید پسونه کم او سپي ډېر وای ځکه چې سپي نه ذبح کیږي)
سړی: هو
ابراهیم بن ادهم رحمه الله: همدا خو برکت دی.
سړي پوښتنه وکړه چې دا فرق یې ولي دی او د پسو د ډېروالي او د سپیانو د کمبود لامل څه دی؟
ابراهیم بن ادهم رحمه الله: ځکه چې بزې او پسونه د شپې په پیل کې لا ویده شي او له سهار مخکي بیا پاڅي، نو د رحمت وخت مومي او برکت پرې نازلیږي.
پاتي شو سپیان، نو هغه ټوله شپه غاپي او کله چې د سهار وخت رانژدې شي نو ویده شي او د رحمت وخت ترې تیر شي نو برکت هم ترې واخیستل شي.
فائده: زمونږ تر نیمو شپو کښېناستل او بیا سهار ناوخته پاڅېدل او له لمانځه وروسته ویدېدل زمونږ د رزق د تنګوالي لامل دی، زمونږ په اهل، مال او کورنۍ کې د کمبود سبب دی چې له پورتنۍ کیسې څخه زمونږ د دغو کړنو ښه په ډاګه کیږي.