پوهېږئ چې ولې د الوتکې خواړه خوندور نه دي؟

اصلاً د ځمکې له سطحې پورته زموږ د ذایقې یا خوند څکلو حس تر ۳۰ سلنې پورې راښکته کېږي چې له امله یې موږ ته خواړه پیکه او بې خونده محسوسېږي.
د خوند څکلو حس د ښکته کېدو علتونه:
* د ځمکې پرتله پورته د هوا وچوالی ۱۵ سلنه زیات وي چې د ذایقې حس کموي.
* د الوتکې غنګهاری هم د ذایقې د کموالي لامل ګرځي.
* د الوتکې د ننه د هوا فشار هم د ذایقې حس کموي.

راتلونکې کې د الوتکې له خوړو شکایت و نه کړئ.