پټ خيرات!

ژباړه: فضل کريم شرف

له يوه حکيمه يې وپوښتل، چې له بخل بد شی شته؟

هغه وويل هو، کله چې سخي سړی يو چا سره د خپلې نېکۍ غورې دربې وکړي!

دغه حکيم چې زه يې نه پېژنم ښايي دا حکمت يې له هغه کتابه اخيستی وي چې موږ ټول يې پېژنو او له سره تر پايه له حکمته ډک دی، الله پاک په دې کتاب کې وايي:

[لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى] البقرة: ۲۶۴.

او بل ځای فرمايي: [قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِنْ صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى] البقرة: ۲۶۳.

ضرر يوازې د تورې ګوزار يا د دُرې وار نه دی، ځينې خبره انسان د تورې له ګوذاره ډېر دردوي، د ژبې پېغور د نېزې له ټپه ډېر خوږ لري او د انسان عزت او کرامت خرابول د هغه د وينې تويولو په څېر دي!

زما هغه خلک خوښ دي چې د انسان له جېب وړاندې د هغه عزت ورساتي او له اړتيا پوره کولو وړاندې يې زړه وګټي.

خبره له خبرې راولاړېږي، سهار مې لوستل چې بنګله‌دېش کې يوه خيريه موسسه ده چې بې‌وزلو ته مفته خواړه نه ورکوي، بلکې د يوه «سنټ» مقابل کې يې ورکوي، څو بې‌وزلي دا احساس و نه کړي چې ګداګري يې کړې، بلکې په خپلو پيسو يې خواړه اخيستي دي!

د دغه پټ خيرات فکره زما خوښه شوه، دا چې احسان کوونکي درک کړي چې بې‌وزلی يوازې تشه ګېډه نه ده، بلکې څه عزت کرامت هم لري او د دغو دواړو اړتياو پوره کول رښتيا چې ډېر لوی کار دی!

نږدې کال وړاندې يو چا پر ټويټر ليکلي و: زه له خپل پلار سره د جمعې لمانځه ته ځم، کله چې له لمانځه فارغ شو، پلار مې جومات ته نږدې پر لارو ولاړو خرڅوونکو ته ورګرځي او سودا ځنې کوي، دی له هغوی سره په بيه کې هيڅ چنه نه وهي، تر دې چې يو ځل ما ورته وويل: دا بيې لوړې نه دي؟

 

هغه وويل، ولې نه.

 

ما ويل: نو ولې ورسره چنه نه وهې؟

 

پلار مې وويل: دا پټ خيرات دی زويه!

 

يوه بده ټولنيزه پديده دا ده چې خلک په قېمتي رستورانتونو کې ډېرې اضافي پيسې پرېږدي، خو د لارو کوڅو له غريبو خرڅوونکو سره بيا په څو پيسو نښتي وي!

 

رستورانتونو کې اضافي پيسې پرېښودل هم ښه کار دی، خو پوښتنه دا ده چې: ولې يو سړی د جعلي شهرت لپاره پيسې پرې کوي، خو د لارو له بې وزلو پلورونکو سره چنې بيا هوښيارتيا بولي!

 

عملونه په نيتونو پورې تړلي دي، پاک نيت له کوچنيو کارونو ستر کارونه جوړوي او بد نيت لوی کارونه په سيند لاهو کوي. د سلول زوی (د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په وخت کې يو منافق و) د سهار لمونځ په پېغمبر عليه السلام پسې په جمع کاوه!

 

دا لويه بريا ده چې يو غريب په څو پيسو کې ستا د رضا په اخيستو تا مات کړي، او دا پټ خيرات دی چې ته په خپله خوښه له ځانه ساده جوړ کړې. غريبان جنت ته غوړېدلې اوارې لارې دي، راځئ له ښه نيته راخوټېدلي تغافل سره پر دې لارو لاړ شو، نېکي هېڅکله ضايع کېدونکې نه ده! او که له خلکو سره ضايع هم شي، الله سره نه ضايع کېږي!