ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ د ګیرېخیلو په سیمه کې تېره ورځ د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو کوچنی ماشوم په شهادت رسیدلی دی.
د ننګرهار ولایت رسینو له دفتره په خبره پاڼه کې راغلي، چې ماین د وسله والو له لوري ځای پر ځای شوي و چې ماشوم پرې ور برابر شوی چې پکې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
همدا راز خبر پاڼه زیانوي چې د شینوارو په ۲۷مې ویالې سیمه کې هم ځای پر ځای شوي دوه کړۍ ماینونه له زیان پرته کشف او د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه یوړل شول .