پښتانه او خوشباوري.(نصرت)

دنړۍ د زرګونو انساني قومونو څخه پښتون هغه ټبردی چې د غوره انسانی ځانګړنو قانون يې په خټه کې اخښل شوی دی . پښتون دمېړانې ، زړورتیا ، غیرت ، حیا ، وفا ، سرښندنې ، ریښتینې دوستۍ ، میلمه پالنې ، هېوادپالنې ، مرستې او ښېګڼې نوم دی. او داځانګړنې د(پښتونولۍ ) په قانون کې لیکل شوي ، اودا قانون هرپښتون بچي نارینه او ښځینه له زیږیدنې وړانې لوستی وی.

پښتون ته دنړۍ زیاتره قومونه ( ساده پټان ) وايي . د(ساده)کلیمې ژبنۍ مانا که هرڅه وي خواصطلاحي مانايې له څېړنې او پوهیدنې پرته په هرڅه ( دروغ او رښتیا) باور کوونکي ته ( ساده ) وايي .

د(ساده ) اصطلاح پښتون ته  ځکه کارول کیږي چې پښتون خوش باوره دی  اوداخوشباوري دپښتون درښتینولۍ او صداقت څرګندونه کوي. پښتون هرڅه دخپل ځان په سپېڅلې او رښتینې هنداره کې ګوری او هرڅه ورته دخپل ځان په څېرسپین سپېڅلي ښکاري.

لیدل شوي چې پښتنو دخپلې همدې خوش باورۍ او په  پټوسترګو منلو له امله دخپل اوږد تاریخ په اوږدو کې زیات زیانونه او بدبختیانې لیدلي اولایې هم ګوري.

پښتون هر انسان ته دځان په څېر په سپېڅلتیا قایل دی او دهرچاکړنه او خبره ورته دیور رېښتینې پښتون انسان دکړنې او خبرې په څېرمعلومیږي . او همدالامل دی چې ډېرو پخلادښمنانو ورته په شهدو کې زهر ورکړي او ژوند يې ترې اخستی دی .

پښتون چې یو سپېڅلی مسلمان ټبردی ، پر اسلام له سر او مال تیردی  او لکه  څنګه چې لازم دي  اسلام له هرڅه لوړ او برګڼي . خو په دې برخه کې یې یوه ستره نیمګړتیا داده چې پښتنو اسلام دزړه له تله منلی  خو ډېريې داسلام په حقیقي تفسیر او بشپړو اصولو نه پوهیږي . همدالامل دی چې کله هم څوک تش داسلام په نوم غیری اسلامي خبره هم وکړي مني يې او په دې لاره کې هرډول سرښندنې او قربانۍ ته چمتوشي.

پښتانه  تل ( غوږ   نه ګوري خو په سپی پسې منډې وهي ) چې په پایله کې له تشې پښیمانتیا پرته نورڅه په لاس نه ورځي.

پښتون قوم به هله له  ستونزو راوځي چې وقعیت بین واوسي ، اوپه افواهاتو  ونه غولیږي او  دافغانانو او افغانستان ددښمنانو په خوږو او پستو خبرو باور ونه کړي. او هرڅه داسلام او افغانیت په نوم په پټو سترګو او ګڼو غوږونو ونه مني.