پښتونوالي

د پښتونوالۍ کلمه د (پښتو) او (پښتون) له کليمو څخه اخېستل شوې ده  چې، د قانون، مقرراتو او د ژوند د اصولو مانا ورکوي.

١- ” پښتونوالي د پښتونو هغه نه لېکل شوی قانون او مقررات دي چې، له پيړيو راهيسې له يو نسل څخه بل نسل ته کټ مټ او يا هم له يو لړ تعديلاتو ( بدلونونو) سره انتقاليږي”

٢- “پښتونوالي د پښتونو د حقوقو او دندو مجموعه ده”

٣- ” پښتونوالي هغه مقررات دي چې تر ډېره سياسي اجبار او فشار نه لري. بلکې د پښتون قوم د ټولنيز ژوند بنسټ او نظام جوړوي.”

لکه څرنګه چې د پښتونوالۍ په تعريف کې ذکر شول چې پښتونوالي تر ډېره سياسي او قضايي فشار او اجبار نه لري بلکې د ټولنيز ژوند اصول دي، خو د وخت په تېرېدلو حکومتونو د پښتونوالۍ په اصول کې مداخله کړي او ځينې مقررات او اصول يې تر اغېزې لاندې راوستي دي. له بلې خوا د تاریخ په اوږدو کې د سياسي نظامونو قوانینو هم ځينې وخت، د پښتونوالۍ د اصولو پر وړاندې سر ټيټ کړيدی.

د پښتونوالۍ ځانګړتیاوې:

١- نه ليکل شوي اصول او مقرارت.

٢- د حقوقو او دندو مجموعه.

٣- ټولنيز اړخ.

٤- له يو نسل څخه بل ته، په مکمل ډول او يا له تغيراتو  سره انتقال.

٥- اجباري او غېرې اجباري بڼه.

پښتونوالي د پښتون قوم لپاره ځانګړي اصول لري چې ځينې اصول يې د نننۍ ٢١ پيړۍ له انساني ژوند او سياسي نظامونو سره په ټکر کې راځي او ځينې نور يې د غوره ژوند، متقابل درناوي او منظمې ټولنې لپاره وړ او مناسب دي.

د پښتونوالۍ  ځينې اصول او مقررات:

– جرګه: د مشرانو او د پښتنې ټولنې د ځينو نورو غړو يو ځايي ناستې ته وايې. چېرته چې پريکړې او تصمیمونه نيول کيږي. جرګه عموما د شخړو، مشکلاتو، يووالي او ځينو نورو  اړينو موضوعاتو لپاره تر سره کيږي. جرګه په غوڅ اکثريت سره فیصله کوي او د موضوع حل لاره وړاندې کوي. د پښتونوالۍ له لسګونو اصولو څخه جرګه هغه اصل دی چې، تر ننه يې خپل ځای ساتلی او سياسي حکومتونه هم، د جرګې پريکړه ته درناوی کوي. جرګه له خپلو زياتو ښيګنو سره سره يو شمېر منفي ټکي هم لري  کوم چې د اوسني وخت له انساني  او مدني حقوقو سره په ټکر کې راځي.

ډېره ځله جرګه په ټولنه کې داسې پريکړه کوي چې، متاثر کس “دې چا په اړه چې پريکړه کيږي” شتون نه لري. چې دا کړنه اکثرا وخت د ښځو په وړاندې تر سره کيږي.

– مېلما پالنه: د پښتونوالۍ یو بې سارې او غوره اصل مېلما پالنه  ده.  مېلما پالنه  په نورو قومونو او ټولنو کې ډېره کم رنګي او یا په نشت حساب ده. له مېلما پالنې څخه موخه دې دوستانو، خپلوانو، ملګري او یا بل نا اشنا کس قدر او عزت کول دی. که يوه پښتانه کورنۍ په داسې بد اقتصادي حالت کې وي چې، په خپله ځان پورې حيران وي، خو په هر قيمت د مېلما لپاره چاره کوي او په قدر او عزت يې پالنه کوي. کله چې يو پښتون د پښتونوالۍ اصولو ته تړلی او پابند وي، نو دا اصل په ډېر جديت سره ساتي. د ښاري سيمو په نسبت مېلما پالنه په کليوالي او لرې سيمو کې ډېره ښه او د پام وړ ارزښت لري.

پښتانه په خپل استوګن ځای کې د مېلما لپاره ځانګړي خونه جوړه وي. چې ورته “حجره” ويل کږي. او د پښتانو په خبره چې، ٬مېلما د حجرو٬ ښایست دی.

– پرده  او حجاب: د اسلام سپيڅلي دين د مسلمانانو ښځو او نارينه لپاره، په حجاب او ستر کولو ټينګار کړی. ځانګړي معیارونه او حد يې ورته ټاکلی دی. د ښځو ازادي او عزت په اسلام کې په لوړه مانا شتون لري. پښتانه هم دغه اصل د پښتونوالۍ يو بنسټ او معيار ګڼي. د ښځو عزت او حيا له بلې هر ټولنې ډېر، په پښتانه ټولنه کې ساتلی شوي او محفوظ دي. بې سترې په پښتونو کې کې شرم او د پښتونوالۍ تر پښو لاندې کول دي. خو په ځينو ټولنو او کورنيو کې دغه اصل ډېره ژورتيا او جديت اخلي. د ستر او حجاب په مساله کې پښتانه ټولنه ځينې وخت د ښځو هغه حقوق چې  د اسلام سپيڅلي دين ورکړي، د ستر او پردې په نوم قرباني کيږي. د بېلګې په ډول ښځې د زده کړي څخه پاتې کيږي او ټولنه په جهالت کې پښتونوالي لټوي. دغه اصل که د اسلام او نړيوالو انساني او معدني ارزښتونو سره برابر نشي، نو په پښتانه ټولنه کې به ښځې د جهالت او ناپوهۍ په کندو کې ژوند کوي.

– بدل ورکول: دا يو ډېر ناوړه غېرې اسلامي او انساني مړنه ده. بدل په دې مانا چې کله يو نارينه پښتون د جرم مرتکب شي او قتل وکړي، نو د مقتول له کورنۍ سره د سولې لپاره، د قاتل د کورنۍ ښځينه  (خور يا لور) د مقتول وارثانو ته په نکاح کيږي. د مقتول کورنۍ د ورکړل شوي جينۍ په سترګو کې هره شيبه خپل وژل شوي ګوري. او  جينۍ په تدريجي مرګ هره لحظه وژل کيږي. “جرم فردي عمل دی، سزا يې باید فرد ته ورکړل شي نه وينې ته”.

– غچ اخېستل: که پښتون د خپل وژل شوي کس انتقام له قاتل وانخلي نو په پښتونوالۍ  کې ورته ” بې غيرته”  ويل کيږي. د انتقام په اړه د اسلام سپيڅلي دين دريځ روښانه دی. ” انتقام په انتقام جایز دی”. پښتانه انتقام له سولې لوړه پښتونوالۍ بولي.

په نړيوالو بشري حقوقو کې د مقتول وراث نشي کولای چې قاتل ته سزا ورکړي. بلکې د سزا ورکولو عمل د حکومت مکلفيت دی چې قاتل او يا مجرم ته يې ورکوي. په پښتونوالۍ کې انتقام که سل کاله وړاندې هم خو بايد واخېستل شي. چې دلته بيا فرد، فرد ته سزا ورکوي. مطلب ټولنه د وحشت ا  انارشيزم په لور ځي.  د قانون تفسير کوونکی او عملي کوونکی بايد فرد نه بلکې په خپله قانون اوسي چې حکومت او قضايي ارګانونه فرد نه بلکې قانون دی.

په پښتونوالۍ کې له پورته ذکر شويو مقرراتو څخه نور ډېر منفي او مثبت، غوره او ناوړه، انساني او اجباري ….. رواجونه او مقررات هم شته چې، هر پښتون يې بايد مثبتو ته پرمختګ او وده ورکړي او د منفي جرړي وباسي تر په پښتانه ټولنه کې د جهالت او ناپوهی رېښې غوڅې شي.

په همدې هيله .

ليکوال: شمس رحمانزی