پښتون افغان اجنډا چې څوک نه مني مونږ هغوی نه منو

د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته کې زرګونو کسانو ګډون سره په زغرده وویل چې پښتون افغان ترهګر نه دی او په لوی افغانستان کې مداخلې بندول غواړو.

د پښتونخوا مرکز پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته روانه ده چې پر پېښور، قبایلي سیمو او د پښتونخوا پر نورو ولسوالیو سربېره له بلوچستان او پنجاب هم ځینې خلکو پکې ګډون کړی دی.

دا ناسته د پېښور ښار د رېنګ روډ سرحد پوهنتون سره جوړه شوې ده.

په غوڼده کې پر نارینه وو سربېره ښځې او د ټولنې مختلف قشر – که لوستي یا نالوستي – ګډون لري

دې غونډې ته د هغو کسانو انځورونه هم را وړل شوي چې له څو کلونو راهیسې ورک دي.

د غونډې وېنا والو په یوه خوله غږ کوي چې پښتون افغان یو کول غواړو.

دوی د پاکستان له حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې مداخله بنده کړي.

د دوی په وېنا پښتون افغان اجنډا چې څوک نه مني دوی هغوی نه مني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې غړې ثنا اعجاز وویل، چې په پرلت کې هغو  مېرمنو هم ګډون کړی چې د پاکستان د پوځ لخوا یې تنکي ځوانان وژل شوي او یا هم تری تم شوي دي.

نوموړې وویل چې  له قبایلو او پښتونخوا سربېره ان له بلوچستان هم سلګونه شمېر کې مېرمنې راغلې دي.

له جنوبي پښټونخوا مومند ایجنسۍ، خیبر ایجنسۍ او ان پنجاب نه هم ځینې مېرمنو ګډون کړی دی.

تېره ورځ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر له دا ډول خلکو وغوښتل چې د یکشنبې ورځې غونډې ته د همداسې خلکو انځورونه راوړي، چې لا هم بې پتې دي، یا یې له عدالت پرته وژلي دي د هغوی انځورونه راوړئ د چا په مړي چې پیسې اخیستل شوې دي د هغوی هم تصویرونه راوړئ.

منظور پښتین له هغه وروسته دا غورځنګ پیل کړ چې د جنورۍ میاشتې وروستیو کې یو پښتون ځوان کراچۍ کې مړ وموندل شو.

پولیسو ویل نقیب مسود له دوی سره په نښته کې وژل شوی، خو کورنۍ یې ویل له هوټل یې پورته کړی او وروسته یې وژلی دی.

د پاکستان حکومت رسنیو ته اجازه نه ده ور کړې چې په خلاص مټ د یادې غونډې پوښښ وکړي.

خو په ټولنیزو رسنېو کې له غونډې پراخ ملاتړ روان دی.

خبریال : جمشیدملکزی