پښتون او نارترن واریورز لوبډلې د لس اوریز لیګ پای لوبې ته ووتې

په لس اوریز لیګ کې پښتون لوبډلې نارترن واریورز لوبډلې ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار ومندله.

پښتون لوبډلې نارترن د ۱۳۶ منډو هدف ورکړ، خو نارتر لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

پښتون لوبډلې ته شاهد افریدي ۵۹ او شفیق الله شفق ۲۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

بله لوبه د ماراتا عربینز او بنګال ټایګرز ترمنځ وشوه، چې ماراتا لوبډلې په ۷ ویکټو وګټله.

ماراتا عربینز لوبډله بیا پای لوبې ته د لار موندنې په پار نارترن واریورز سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، چې نارترن لوبډلې ورته په لس ویکټو ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

په دې سیالیو کې نن ۶ بجې او ۱۵ دقیقې بینګال ټایګرز او مارتا عربینز لوبډلې د دریم مقام لپاره لوبه ترسره کوي او ۸ بجې او ۳۰ دقیقې به پښتون او نارترن واریورز لوبډله د پای لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نصرت الله عمرزی