پښتون ژغورنې غورځنګ: که د دې غورځنګ په مشرانو کې څوک ووژل شي، مسؤلیت به يې د پاکستاني حکومت پر غاړه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د پارلمان غړى محسن داوړ وايي، که د دې غورځنګ په مشرانو کې څوک ووژل شي، مسؤلیت به يې د پاکستاني حکومت پر غاړه وي.

دا خبرې وروسته تر هغې را پورته کېږي، چې د خيبر پښتونخوا پولیسو داسې اوازې خپرې کړې، چې ګواکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو تر منځ اختلافات را پورته شوي او د يو بل د له منځه وړلو هڅه کوي.

محسن داوړ د اختلافاتو خبرې بې اساسه بللي دي.