پښتو ژبې ولې په فارسي ژبو کې وده نه ده کړې؟

ژباړن: ګل رحمن رحماني

فارسي ژبي ولې په پښتو خبرې نه کوي؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې زموږ پښتو ژبي وروڼه يې د دري ژبو په اړه لري، خو مخکې له دې چې دې پوښتنې ته ځواب ورکړل شي، بايد لومړى د ژبې په اړه يو لنډ تعريف وړاندې کړو.

ژبه يوه وسيله ده چې بشر ترې يو له بل سره د اړيکو ټينګولو د وسيلې په توګه کار اخلي، تر ټولو مهمه دا چې ژبه د تفکر د بيان وسيله هم ده او دا فکري لېږد ممکن د ويلو، ليکلو، اشارې او لمس په وسيله وي.

هر څومره چې زموږ د فکري انتقال وسيله چې ژبه يې بولو، اسانه، ساده او کره وي، د فکري لېږد عمل هم په همغه اندازه راحت  او په کره ډول تر سره کېږي. ژبه تر ټولو ستره تمثيلي (سمبولي) دستګاه ده چې خپله د کلتور بنسټ او تعريف جوړوي.

پښتو ژبه چې بختو هم ويل کېږي، د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه يو ده ، د اريانا په پوهنغونډ(د اريانا د مطالعاتو او څېړنو بنسټ) کې راغلي چې پښتو يا پختو د ژبپوهنې د علم له اړخه د ايراني ژبې د شمال ختيځې څانګې څخه ده چې زموږ اکثره پښتو ژبي وروڼه د افغانستان په سويل ختيځ او د پاکستان په شمال لوديځ کې په دې ژبه خبرې کوي.

پښتو ژبه له تاريخي اړخه د اريايي ټبر د يوې قبيلې نوم دى، ژبپوهان يې د هندو-اروپايي ژبو يو جز بولي او د لرغونو اريايي ژبو لکه سانسګرټ سره مخامخ خپلوي لري. د پښتو ژبې په اړه که څه هم تر اوسه پورې بشپړه علمي څېړنه نه ده شوې او موږ يوازې پر دې بسنه کوو چې پښتو ژبه له هندو- اريايي ژبو او يا هم هندو- ايراني ژبو څخه مشتق شوې ده.

يوې ژبې ته اړتيا انسان اړباسي چې هغه ژبه زده کړي، دا توپير نه لري چې هغه ژبه فارسي، پښتو، انګليسي او يا چينايي وي. په ځانګړي ډول د هغه پوهانو لپاره چې پر يوه ځانګړي علمي، څېړنيزه او پلټنيزه موضوع لټون کوي، په دې لړ کې علمي ماخذونو او سرچينو ته اړتيا پيدا کوي چې د خپلو څېړنو د سرچينو د مطالعاتو په پايله کې خپلې موخې ته رسېږي.

موږ ګورو کله  چې مو ځوانان مو د لوړو زده کړو لپاره لوديځو هېوادونو ته استول کېږي، د خپلو لوړو زده کړو د دوام لپاره يې لومړۍ اړتيا د همغه هېواد د ژبې زده کړه ده، څو د خپلې تحصيلي  سويې د مخته وړلو لپاره د هغه هېواد له علمي سرچينو او ماخذونو ګټه واخيستلى شي، د يوې ژبې د زده کړې لپاره هغه وخت اړتيا پيدا کېږي چې انسان هغه ژبې ته اړتيا حس کړي.

نوى عصر او پېړۍ د څو نوو علومو د پيدايښت شاهدانې دي چې تر ټولو مهمه برخه يې ژبپوهنه ده  او ژبپوهنې په شلمه پېړۍ کې د بشر په فکر کې همغه تحول رامنځته کړ چې فزيک په اوولسمه پېړۍ ، د کيميا علم په اتلسمه پېړۍ او چاپېريال پوهنې په نولسمه پېړۍ کې  رامنځته کړى و.

انساني ټولنې غوړېدلې ټولنې دي، کوښښ کوي چې د پرمختګ او پراختيا لپاره له بېلابېلو علومو استفاده وکړي او که چېرته په يوه دسپلين کې پاتې وو، له کوم تعصب پرته د هغو هېوادونو ماخذونو ته  مراجعه کوي چې په يوه ځانګړي علم کې يې پرمختګ کړى دى.

له بده مرغه چې په پښتو ژبه کې د نورو ژبو په څېر علمي ماخذونو او سرچينو پرمختګ نه دى کړى او ډېره کمه پراختيا لري، ځکه خو له دې ژبې د پوهانو علمې استفاده د هغوى قناعت نه شي حاصلولى.

زموږ د هېواد پښتنو وروڼو ته په زيات درناوي سره دا هم زموږ د پښتو ژبو د ټنبلۍ، ناغېړۍ، بې تفاوتۍ او د ټيټي پوهې لرلو پايله ده چې وکولى شي خپله ژبه د خپلو ليکنو، علمي څېړنو او پلټنو له لارې په بېلابېلو ژبو کې په يوه غني او غوړېدلې ژبه بدله کړي او پښتو ژبه فارسي ژبو ته د يوې محبوبې او کارونې وړ ژبې په توګه ور وپېژني.

 

موږ د پښتو ژبې شعر او ادبياتو کې داسې شاعران لرو لکه خوشحال خان خټک او رحمان بابا چې پر خپله ژبه سربېره يې په فارسي هم شاعري کړي ده. پياوړي عالم ښاغلى عبدالحى حبيبي پښتو او دري ژبو ته د پام وړ او ستر خدمتونه تر سره کړي دي، خو په پښتو ژبه کې دداسې پوهانو شتون د ګوتو په شمار دى، له دې پوهانو وروسته په پښتو ژبه کې کوم بل ستر شاعر او ليکوال نه دى پيدا شوى چې  ددوى په څېر کار وکړي، موږ هيله لرو چې د منځنۍ اسيا د پوهانو اثارو چې په فارسي، روسي او يا نورو ژبو وي، له کوم تعصب پرته پښتو ژبې ته وژباړل شي او د پښتو ژبې په بډاينه کې زياتوالى راولي.

ځينې ژبې خپلو ځانګړتياوو او کرکټر ته په پام سره د نورو ژبو په پرتله سخته او تنده لهجه يا لحن لري. د بېلګې په ډول الماني ژبه د انګليسي او فرانسوي ژبې په پرتله د اروپا لويه وچه کې د هنر او ادبياتو لپاره منلې او محبوبه ژبه نه ده او جرمنيان هم د خپلې ژبې تندې او سختې لهجې او خبرو ته ښه ځير شوي او په دې اړه پوره پوهاوى لري. خو دوى کوښښ کړى چې الماني ژبه د خلکو د زياتو کړاوونو او خپلې پوهنې د لوړې کچې په پايله کې د عالي تخنيک ژبه کړي او دا دي نن الماني ژبه د نړۍ د ننۍ ټکنالوژي د ارزښتونو لرونکې ژبه ده او نړۍ جرمنيانو او د دوى ژبې(جرمن) ته په ځانګړي درناوي قايله ده، د المان ګاونډي هېوادونه هم په بشپړه خوښۍ او راحت سره  په الماني ژبه خبرې کوي.

زموږ له همدې پښتنو نه يو شمېر يې داسې استدلال کوي چې د خپل پراخ زړه او تعصب نه لرلو له امله يې فارسي ژبه زده کړې ده او ورباندې مکالمه کوي. نو ولې فارسي ژبې هم په پښتو خبرې نه کوي؟ په دې برخه کې بايد يادونه وکړو چې ژبه د اړتيا په نسبت يا له مخې زده کېږي، نه د بې تعصبۍ په خاطر. دا  چې د افغانستان په ټولو ښارونو کې په فارسي ژبه خبرې کېږي، نو زموږ پښتو فارسي ژبه زده کړې چې د افغانستان د نورو قومونو سره ټولنيزې او اقتصادي اړيکې ټينګې کړلى شي.

همدارنګه په اوومه ميلادي پېړۍ کې د اسلام مبارک دين له ظهور وروسته تر ١٧ مې ميلادي پېړۍ پورې پر اسيا د اروپايانو د نيواک تر پيل پورې په اسلامي نړۍ کې ګڼ علمي، څېړنيز او هنري اثار په فارسي ژبه ليکل شوي او يا هم په عربي ژبه وو. نو د هر عالم لپاره چې غواړي د ١٠ پېړيو(١٠٠٠ کلونو) د علم، فرهنګ او ټولنې په اړه چې  علمي څېړنه وکړي، له لومړي لاس سرچينې او ماخذونو کار واخلي، نو ددغه دواړو ژبو(عربي او فارسي) ژبې زده کړه به د هغه لپاره لومړى شرط وي.

د زور واکي، قومي او ژبنى تعصب او د ځان اوچت غوښتنې له لارې نه شو کولى چې پښتو ژبه پر ټولنه تحميل کړو، بلکې دا کار به برعکس پايله ولري او پښتو ژبه د افغانستان د نورو قومونو په نظر کې د منفورې(د کرکې وړ) ژبې په توګه معرفي کړي.  بيا هم په تکرار سره يادونه کوم چې يوه ژبه يوازې د اړتيا له مخې زده کېدلى شي.

که چېرته زموږ پښتو ژبي غواړي چې پښتو ژبه چې يوه قومي او قبيلوي ژبه معرفي شوې، د افغان ملت پال ګوند د همفکرانو له تصوره د فارسي او يا دري ژبې د کلتوري يرغل له اغېز را وباسي، نو غوره داده چې دا کار د ښوونې روزنې او علمي څېړنې له لاري تر سره شي، د پښتو ژبې د پراختيا لپاره دې کوښښ وشي، نورو ملي ژبو ته درناوي موجود وي او بايد د نورو ژبو له ښېګڼو ګټه واخيستل شي. فارسي ځپنه په حقيقت کې د پښتو ژبې په رېشو  تېشې(ترښځ)ګوزار دى، په همدې ډول د فارسي ژبې کمزوري کول د پښتو ژبې پر کمزورۍ مخامخ اغېز لري. ځکه چې د پښتو ژبې له ٣٠ سلنې زياتې کلمې له فارسي اوعربي اخيستل شوې (مفرسې) کلمې دي.

فارسي يا دري ژبه شاوخوا دوه سوه ميليونه ويونکي لري، له فرغانې او سمرقند نيولې د عراق تر کوردستان او اذربايجان پورې د هند او لوديځ چين د نيمې قارې اوسېدونکي ددې ژبې ويونکي دي. دا ژبه همدارنګه د درېيو هېوادونو تاجکستان، افغانستان او ايران رسمي او اداري ژبه ده. ددې تر څنګ اکثره فارسي ژبې هېوادونه زموږ تر ټولو نږدې ګاونډيان دي.

نو ددې امکان نشته چې فارسي ژبه په پښتو تعويض ( واوړي)  شي، دا به  خبره به هسې “خيال او محال” وي. ددې ترڅنګ پښتو ژبه ددې ظرفيت نه لري چې د فارسي ژبې ځاى ناستې شي. پر دې سربېره د ديموکراسي په راتګ، د چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو پر ليکه(انلاين) اوښتون(انقلاب) په رامنځته کېدو سره د فارسي ژبې د کلمو خزانه مخ پر ډېرېدو ده او د تېرې ورځې په پرتله د کارونې پراخه ساحه لري.

له پېړيو راهيسې په بېلابېلو سيمو کې فارسي د ورځنۍ ژبې په توګه د افغانستان د قومونو ترمنځ د يوې ارتباطي ژبې په توګه غوره شوې، زموږ د هېواد د قومونو او قومي ډلو ترمنځ  يووالى او پيوستون پياوړى کوي او په افغانستان کې د ملي يووالى د رامنځته کېدو او ساتنې ضامنت کوي. نو اړينه ده چې د پښتو او د افغانستان د نورو ژبو د ودې لپاره د رښتينو هڅو تر څنګ دا اصل هم ومنو چې فارسي  ژبه د افغانستان د ټولو اوسېدونکو ټبرونو تر منځ د تړاو او پيوستون رامنځته کوونکې ده او وي به.

پاى

يادونه: پورتنۍ ليکنه د کابل چاپ خپرونې(هفته نامۀ) کابل په تازه ګڼه کې خپره شوې او ژباړن خپلې خوږې ژبې ته پښتنو د رښتيني خدمت په موخه ژباړلې ده. نور هر څه د ليکوال خپل شخصي نظر دى.