پکتيا کې د جمعې په لمانځه کې چاودنې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ماسپښين ‏د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې ماین چاودنې درې کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.
‏د پکتیا د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي کرامت وایي، یاده چاودنه د ډنډې پټان ولسوالۍ د خروټو کلي په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه ورسته د خلکو د راوتلو پر مهال را منځ ته شوې، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
انځور ارشيف