پکتیا ولایت کې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه وسله والو سره په نښته کې یو سرتیری ټپي شوی او د یوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.