پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي دښمنۍ له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

‏د پکتیا ځايي مسؤلین وايي چې د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ سلیمانخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي دښمنۍ له امله رامنځته شوې پېښه کې دیوې کورنۍ څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلامیار ویلي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې.