پکتیا کې د مخامخ نښتې پرمهال درې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارات وايي، تېره شپه د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ اړوند په سپین غر پوستې وسله والو طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي ، یو بل سخت ټپي شوی او بریدونه یې په شاه تمبول شوي دي.

د یاد وزارت په وینا د نښتې پر مهال افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.