د پکتیا ولایت د چارواکو په وینا دا بېلابېل ډوله وسلې په یوې لارۍ کې ځای پر ځای شوې وې، چې د ملي امنیت ځواکونو په مرکز ګردېز کې نیولي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت په وینا د دې وسلو د انتقال په تړاو پنځه مشکوک کسان هم نیول شوي چې تحقیقات ترې پیل شوي.
د حسرت په وینا، دا وسلې د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې د تخریبې فعالیتونو په هدف افغانستان ته راوړل شوې وې.