په پکتیکا کې د سلېمان غرپه نوم کلنۍ مشاعره د تېرې پنجشنبې پرورځ ترسره شوه.
په دغه مشاعره کې د سویل ختیزو ولایتونو د لیکوالو،فرهنګیانو او چارواکو ترڅنګ د غزني،کابل او ختیځ یو شمېر لیکوالو او شاعرانو برخه لرله.
د دغې مشاعرې مشر د کابل پوهنتون استاد او د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر پوهندوی لال پاچا ازمون و.
استاد ازمون په پکتیکا کې د دغې کلنۍ مشاعرې جوړیدل پرفرهنګي ګټو سربېره د سولې او امنیت له اړخه هم مهمه او هڅونکې وګڼله.
هغه وویل،د دغې مشاعرې له جوړیدو سره شاعرانو د امن او سولې لپاره غږ پورته کړ او د راتلو ځینې لارې یې پخپلو شعرونو کې ولس او دولت ته وړاندې کړې.
له غزني څخه مشاعرې ته د کلیوال ادبي ملګرو د ټولنې ځینې غړي هم ورغلي وو.
د دغې ټولنې مشر،لیکوال او ژورنالیست جمیل وقار انعکاس وېبپاڼې ته وویل،چې دغسې مشاعرې د مختلفو سیمو د فرهنګیانو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې هم مهمه ونډه لري.
د یادونې وړ ده،چې د هېواد ګڼې سیمې داسې کلنۍ مشاعرې لري،چې سلګونه کسان پکې برخه اخلي.