پکتیکا: د سلیمان غره کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

پرون سه شنبه د ۱۳۹۵ یم کال د وږي په نهمه نېټه د سلیمان غر کلنۍ دودیزه مشاعره په پکتیکا ولایت کې ترسره شوه، چې ددغه ولایت والي محمد الیاس وحدت، مرستیال والي عطاالله فضلي، د ولایتي شورا غړو د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو د غزني، پکتیا، وردګو او پکتیکا ولایتونو سلګونو شاعرانو، فرهنګپالو او ادیبانو په کې برخه اخېستې وه.

د پکتیکا د والي د رسنیو دفتر وايي: د مشاعرې په پيل کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت دا رنګه مشاعرې دافکارو د تبادلې، سولې او پرمختګ له پاره اړینې وبللې، ښاغلي وحدت وویل: «له زده کړو سره مینه ادبي بهیرونه پیاوړي کولای شي. موږ ژمن یو چې د پکتیکا روان فرهنګي بهیر پیاوړی کړو، د مشاعرو لړۍ به یوازې تر مرکز ښرنې محدوده نکړو بلکې ولسوالیو ته به یې هم وغځوو.».

په همدې غونډه کې د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني پیغام د مشاعرې ګډونوالو ته ولوست، ښاغلي جهاني په خپل پیغام پر پکتیکا والو غږ کړی و، چې د فرهنګي او کلتوري میراثونو او ابداتو په ساتنه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي، او په یاد ولایت کې د کلتوري او رسنیزو برخو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په یاده مشاعره کې د غزني ولایت څخه د کلیوال ملګري ټولنې رئیس مجید ژړاند خبرې وکړې، نوموړي د دا ډول مشاعرو په جوړېدو خوښي وښوده او وې ویل چې د شاعرانو او د ادب د مینوالو لپاره د د تجربو د شرېکولو لپاره ښه فرصت دی، ژړاند په شاعرانو غږ وکړ چې په خپلو شعرونو کې د هیواد ناخوالې انځور کړي او داسې شعرونه ووایاست چې د غم ځپلو هیواد والو د ټپونو لپاره ملهم جوړ شي.

سرچینه لیکي: وروسته نورو شاعرانو هم په خپل وار سره د سلیمان غره، هیواد، امنیتي او دفاعي ځواکونو، ملي یووالي، پرمختګ او ټولنیز عدالت ته شعرونه وویل.

دوی زیاته کړه دا ځل پر شاعرانو سانسور هم نه وو، خو شاعرانو جګړې نه ستایلې او خلک یې په خپلو شعرونو کې سولې ته رابلل.

باید وویل شي چې هر کال د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې په بیلابیلو نومونو مشاعرې کوي، چې د ننګرهار نارنج ګل مشاعره یې تر ټولو مشهوره یادیږي.