پېغلو ته د يوې دردېدلې ښځې وصيت!

 

ژباړه: محمد کروړ

“هر وخت به چې له پوهنځي راووتمه هغه به څارلمه، ډېرې زړه راښکونکې خبرې به يې راسره کولې خو ما به ورته هيڅ پاملرنه نکوله، يوه ورځ شيطان سخته دوکه راکړه، نو ځان سره مې وويل: غوږ خو ورته ونيسه چې څه وايې؟

کله يې چې خپل موټر زما لورې ته رانژدې کړ، نو ويې ويل: ښه راغلاست!

ما هيڅ ځواب ورنکړ، بيايې وويل: زه پوهيږم چې ته شرميږې، خو پدې پوهه شه چې يوه ورځ به دې ميړه يم، ما دا خبره هيڅ ونه منله، هغې وويل: ويې منه، دا حقيقت دی، راځه موټر کې سپره سه، لاړ به سو، خپل اپارتمان به دې وګورې، کوم کې چې اينده ګډ ژوند تېروو، ډېر ژر به مو پکې کور اباد شي….  موټر کې ورسره سپره شومه، دوه ساته مو موټر کې مزل وکه، او ښه د شاتو غوندې خوږې خوږې خبرې يې راسره وکړې، تر دې چې ښه هرڅه مې رېښتيا وګڼل، او ښه پرې باورۍ سومه، له هرڅه وروسته کورته روغه اوسالمه راغلمه هيڅ راته پيښ نشول…

ډېرې ورځې تېرېدلې؛ زه به ورسره بازار ته تللمه، هلته به مو د اپارتمان لپاره او نور د کور ضروري دا … او هاغه . . . . . شيان اخېستل.

يوه ورځ يې اپارتمان ته بوتلمه، ډېره ښه تيار سوی وه، بيا يې د خوب کوټې ليدلو ته ننويستمه، بس يوڅو دقيقې وې…  ښکار يې کړمه… کورته بيرته راغلم خو خپل  عفت مې له لاسه ورکړی ؤ….

سبا ورځ پوهنځي ته روانه ومه، ګورمه چې سړی راته ولاړ دی، او ويل يې: نن شپه مو وعده ده.

کله چې شپه شوه دروازه يې وټکوله او زه هم ورسره له کوره راووتم، نو ده د همغه تېرې کړنې تکرار راڅخه غوښت، ما ورسره ونه منله، نو لاس يې وغزاوه او په ګوتو کې يې يوشی را اوچت کړ، ما ورته وويل دا څه دي؟ هغه وويل: دا هغه پټې کامرې دې چې زما او ستا هرڅه پکې شته، او زه يې د هر څه په نشرولو و ګواښلم، ځان مې ورته تسليم کړ… نور زه دهغې د لاس نانځکه وګرځيدم، تردې چې خپلو ملګرو ته به يې بوتلمه او پيسې به يې راباندې اخيستلې.

ای خويندو!

دا پيغام مې ټولو هغو پيغلو ته ورسوئ کومې چې د پرديو خلکو سره اړيکې لري، دا مه واييې: چې زه يې له ډېر پخوا راهيسې پيژنم، او مه ورته عذرونه لټوئ، سمدستي مو روسره اړيکې وشلوئ!

ای د ټولنې پېغلو!

زه درته دا وصيت کوم چې د بل جنس سره هيڅکله د ملګرتيا اړيکې مه ساتئ!

او پای کې درته وايم چې دا نصحت مې قبول کړئ.”

ورونو او خويندو! دا مې درته د يوې دردېدلې ښځې وصيت رانقل کړی، او پدې سره مې غوښتل چې د خپلې ټولنې پيغلې د نورو له ترخو تجربوخبرې کړم او هغه خطاوی پرې تکرار نشي.

بل داچې له ځوانانو دا طلب کوم: هيڅکله په غير شرعي ډول د يوې پيغلې يا ښځې سره اړيکو ته زړه مه ښه کوئ، ځکه؛ ستاسې خو د يوې لحظې شهوت دی، خو د هغې پيغلې ټول عمر پرې خرابيږي، او ته هم بې عفته کيږي، چې د دې بدله به له خپلې خور او يا لور څخه پوره کوې، لکه: امام شافعي ـ رحمه الله تعالی ـ ويلي: (( زنا يو قرض دی، دا قرض به ستا خور او يا لور پوره کوي)).

او هغو ته چې زموږ ټولنه کې يې د فساد ريښې  کرلي، او لګيا دي ځوانان او پيغلې د فلمونو، ډرامو، ناولونو، غلطو ليکنو، ناسمو خپرونو او تبليغاتو له لارې او يا ورته د فحاشۍ زمينه د ګډ ښونځي يا تيلفوني اسانتياؤ په برابرولو کې کوښښونه کوي، وايم: دا هڅې پرېږده!  ته به دې خپل مرام ته تر يو بريده ورسيږي، بيا به داسې حالت درباندې راشي چې خپل کور کې به لدې خبر نه يې، ايا دا زما ځوی دی که دبل چا؟ او ښځه به دې له لتا پرته نور ډېر خاوندان پيدا کړي، ستا لور به پيغله وي خو غيږ کې به يې ځوی وي؟  ستا لوڼې به بې خاونده ميندې شي،  خپل کور کې به داسې پردی شي لکه څنګه چې مونږ زمونږ له ټولنې پردي کول غواړې، دا به دې د دنيوي ژوند حال وي، او اخرت کې درسره الله تعالی وعده کړې چې: (( إن الذين يحبون أن تشيع الفاحشة في الذين آمنوا لهم عذاب أليم في الدنيا والآخرة والله يعلم وأنتم لا تعلمون)) ژباړه:کوم کسان چې غواړي د مؤمنانو په ډله کښې فحشاء خوره کړي هغوی په دنيا او اخرت کښې د دردناک عذاب وړ دي، الله پوهيږي او تاسې نه پوهيږئ.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: (( لا تؤذوا عباد الله ولا تعيروهم ، ولا تطلبوا عوراتهم ، فإنه من طلب عورة أخيه المسلم ، طلب الله عورته ، حتى يفضحه في بيته ))

ژباړه: د الله تعالی بندګان مه ځورئ او مه يې شرموئ، او مه دهغوی شرمول غواړئ، ځکه څوک چې د خپل مسلمان ورور شرمول وغواړي الله تعالی به د هغه شرمول وغواړي، تردې چې خپل کور کې يې رسوا کړي.