چهارشنبه , 15 مې 2024

ځانګړو ځواکونه د بغلان د مرکز پلخمري د سقوط مخه ونیوله

په ختیځ ننګرهار کې مېشت د صفر دوه قطعې چارواکي وايي، که څه هم وسله والو طالبانو له څو خواوو څو ورځې وړاندې د بغلان په مرکز پلخمري بریدونه پیل کړل، خو ځواکونو یې وکولای شول، چې د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې چې په پلخمري په اړوندو کې یې تر سره کړل د وسله والو طالبانو لورې یاد ولایت لپاره نومول شوي والي عبیدالله او لوړ پوړو قومندانانو په ګډون ۶۷ وسله والو طالبان وژلي، ۴۴ یې ټپیان او یاد ولایت یې له سقوطه وژغوره. د چارواکو په وینا د یادو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو بېلابېل ډوله نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.