ځانګړو ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې غړي نیولي دي

په ننګرهار کې میشت د ملي امنیت ځانګړي صفر دو قطعي چارواکي وايی، تېره شپه یې ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سیمه کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې څلور د داعش ډلې غړي او ۳ تنه له یادې ډلې سره د اړیکو په تور نیولي دي.

د چارواکو په وینا دعملیاتو پر مهال د ځانګړو ځواکونو لاسته دوه میله کلاشینکوفونه، دوه میله تفنګچي ، اته شارجورونه ،او یو عراده موټرسایکل هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلې چی موټرسایکل او یو اندازه مهمات په یاده سیمه کی له مینځه وړي دي.

داعش وسله والې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.