ځان وژنه په اسلام کې څه حکم لري؟

عن جُنْدَبُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الْبَجَلِيُّ قال : قَالَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ رَجُلًا مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ،خَرَجَتْ بِهِ قُرْحَةٌ ،فَلَمَّا آذَتْهُ ،انْتَزَعَ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِهِ فَنَكَأَهَا ،فَلَمْ يَرْقإِ الدَّمُ

حَتَّى مَاتَ ،قَالَ رَبُّكُمْ : ” قَدْ حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ ” .

د جندب بن عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاةوالسلام وفرمایل:

په مخکنیو خلکو كې په یوه کس دانه را وخته. کله چې هغه د دغې دانې نه ډېر په تکلیف شو، نو هغه د خپلو غشو د کڅوړې نه یو غشی را وویست او هغه دانه يې پرې څیری کړه او هغه د وینې د نه بندېدو له امله مړ شو.

رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: الله عزوجل وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړی دی.

د حدیث تخریج :

بخاری: کتاب أحادیث الأنبیاء، باب ما ذکر عن بني اسرائیل، حدیث: (۳۴۶۳) او بخاري په کتاب الجنائز، باب: ما جاء فی قاتل النفس (۱۳۶۴)

مسلم وللفظ له: کتاب الایمان، باب: بیان غلظ تحریم قتل الانسان نفسه … حدیث(۱۱۳).

د حدیث فائدې:

۱:  ځان وژنه حرامه ده او په ځان وژونكي جنت حرام دی.

۲:  په ځان وژونكي جنت حرام دی، ځکه كېدای شي هغه خپله وژنه داسې حلاله ګڼلي وي لکه یو کس چې شراب حلال ګڼي، نو د هغوی ځای بیا دايمي جهنم دی.

۳:  چې ځان وژنه حرامه شوه، نو د بل وژنه خو بیخي حرامه ده.

۴:  د الله حدودو ته تسلېمېدل ځکه زمونږ نفسونه زمونږه نه دي بلكې دا د الله عزوجل امانت دی.

الله عزوجل فرمایلی:

(تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) . دبقرې سورت ۲۲۹ آیت.

دا ذکر شوي شیان د الله حدود دی، نو تاسو د الله عزوجل له حدودو څخه مه تېرېږئ او هغه څوك چې د الله د حدودو څخه تېرېږي، نو همدغه کسان ظالمان دي.

۵:  هر هغه شی چې انسان وژنې ته نژدې كوي هغه حرام دي.

۶:  په هر څه صبر کول تر څو انسان داسې حال ته ونه رسېږي، چې هغه بیا د اولني حال نه ډېر دردناک او سخت وي.

الله عزوجل فرمایلی:

(وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ) بقرة ۱۵۵.

او مونږ تاسو په یوه شي آزمویو، چې هغه عبارت دی د دښمن له وېره، لوږې (قحطی) او د مالونو نفسونو او د مېوو کموالی ده او صبر کوونکو ته زیری ورکړه.

ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع

 

ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)