ځان پېژندنه/ لیکوال: سید امرالله امېد

وايي: چا چې خپل نفس وپېژاند، نو په رښتيا سره يې خپل رب وپېژاند. ځان پېژندنه يا نفس پېژندنه د عرفان د لارې لومړی قدم دی، که ځان و نه پېژندل شي، د رب پېژندنه ممکنه نه ده، ځان پېژندنه انسان ته د عرفان دروازې پرانيزي،  د انساني وجود د معنويت او له خالق سره د وصال کيسه ورته کوي، موږ که ځان ونه پېژنو د هغه سفر لارويان يو چې نه پوهېږو چېرته ځو او د کومې موخې لپاره روان يو.

هر انسان په خپل ځان کې له درې ډوله نفسونو سره مخامخ دی ((اماره)) ، ((لوامه)) او ((مطمئينه)) نفس.

لومړی نفس په بدو حکم کوي، دويم د جرم مرتکب انسان په خپلو بدو پښېمانه کوي او درېيم نفس د ډاډ او امطمنان په فضاء کې قدم ږدي او انسان د انساني ارزښتونو کړنو ته رهبري کوي. نور نفسونه هم شته چې د دې حاکمو نفسونو تر سيوري قدم اخلي، لکه ملهمه نفس، مسؤله نفس او ناطقه نفس. د نړۍ ستر ارواپوهان د روانشاسۍ په څېړنو کې د همدې نفسونو په سمندر کې ورک دي او د ((ولې)) او ((څنګه)) د ځواب په لټه کې دي.

موږ دا نه وايو چې هر عادي انسان دې ارواپوه وي، يا دې په دې اړه تحقيقات او څېړنې وکړي، بلکې د ځان پېژندنې او نفس پېژندنې لپاره اړينه ده چې د خپل وجود معنويت وپېژني، د خپل ځان په پانګه پوه شي، په دې پوه شي چې پر انسان  ستر خالق په مانيزه برخه کې څومره ارزښت لورولی دی. ځان پېژندنه له ځان ښودنې او ځان خوښونې سره توپير لري، ځان پېژندنه په دې مانا نه ده چې زه فلانی د فلاني زوی او دفلاني ځای يم او دا هم ځان پېژندنه نه ده چې يو څوک دې هر څه د ځان لپاره وغواړي، ځکه چې ځان ورباندې ګران دی او ځان يې ښه پېژندلی دی، ځان پېژندنه ځان غوښتنه هم نه ده، چې يو  چا دې په هر ځای کې  د امتياز شملې ته سترګې ګنډلې وي.

ځان پېژندنه په دې مانا ده چې يو څوک د خپل شخصيت په سمندر کې ښکته شي او وګوري چې څومره مرغلرې موندلای شي، د خپل شخصيت په اړه فکر وکړي، په ځان کې د معنويت چينه ومومي او د معنوي ارزښتونو په زمزمو ځان موړ کړي. فکر، وجدان، ذوق، عاطفه، عقيده، ايمان او مينه د انسان په وجود کې پټه شتمني ده، که غواړئ چې د انسان پېژندنې په حکمت او فلسفه پوه شئ، نو د ځان پېژندنې قاموس او کتاب پرانيزئ، دا رڼا به تاسې ته د سفر تيارې روښانه او مزل به مو اسانه کړي.

که موږ ځان وپېژاند انساني نړۍ مو پېژندلې ده، که موږ په خپل ځان کې د معنويت هستي وموندله، پوه شئ چې د هر انسان د معنويت جوهر راته معلوم شو، که موږ د خپل شخصيت په سمندر کې د مينې مرغلره موندله، هله پوهېدای شو چې د بل انسان په زړه کې څه دي، که موږ د خپل بدن په روحي ځورېدا پوه شو، د بل درد او ځورېدنه احساسولای شو، که موږ په دې پوه شو چې ځان ته څه خوښوو، نو د بل په اړتياوو پوهېدلای شو، که موږ خپله احتياجي درک کړه، د بل په محتاجۍ پوهېدلای شو، که موږ خپل ارمان وپېژاند، د بل ارمان مو پېژندلای دی، که موږ خپله خوشالي وپېژندله، د بل په خوشالۍ پوهېدلای شو. دا ټول ارزښتونه له دې الهام اخلي چې موږ اول ځان وپېژنو، موږ اول د ځان په اړه مطالعه وکړو، نو هله به مو بل پېژندلای او د نورو احساسات او غوښتنې به مو درک کړي وي.

ځان پېژندنه د ټولو پېژندنو مور ده، دا قاموس موږ ته د هرې پېژندنې په اړه لارښوونه کوي او موږ ته د پېژندنې دروازې پرانيزي، د ځان پېژندنې دروازه بايد موږ پخپله پرانيزو، په اړه يې بايد خپله فکر وکړو او په شعوري انداز بايد دغه تصميم عملي کړو، بيا نور قدمونه پخپله زموږ د لارې او سفر ملګري دي، زموږ دا عمل موږ ته د رازونو ډېرې کيسې مخې ته ږدي او په ډېرو  رمزونو مو پوهوي، خو که موږ ځان نه وي پېژندلای بيا دا مزل بې  ګټې دی، بيا زموږ دا دعوه پر ځای نه ده چې موږ نړۍ پېژندلی، موږ انسان پېژندلی او موږ په پېژندنه کې مهارت لرو.

راځئ ځان وپېژنو، چې نور وپېژنو.