ځايي خلک: اچین کې ۲ تنه عام وګړي د صفر دوه قطعې له لوري وژل شوې

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړې صفر دوه قطعې له لوري د یادې ولسوالۍ پېښې خوړ سیمه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سمیې د خلکو په وینا وژل کسان پلار او زوی دي، چې تن د سیمه ییزو پولیسو په لیکو دنده هم درلوده.

تر اوسه امنیتي چارواکو او صفر دوه قطعې د یادې سیمې د اوسېدونکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

خو صفر دوه قطعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، چې دوی په یادو عملیاتو کې برخه نه ده اخیستې او په دې پېښه کې ښکېل نه دي.