ځمکه وپېژنئ!

د اپرېل ۲۲ مه د ځمکې نړیوالې ورځ په نوم نومول شوې، ایا کله مو فکر کړی، مونږ چیرته اوسیږو، د ځمکې جوړښت څنګه دی، غرونه، رغونه، دښتې، هوارې، سیندونه سمندرونه او نور کاینات ځمکې او مونږ ته څه ګټه لري؟

ښه ده چې نن د ځمکې په سر بحث سره وکړو:
ځمکه د خاورینو سیارو له ډلې چې عطارد، زهره او مریخ هم پکې شاملې دي، تر ټولو لویه سیاره ده، چې یو کال یې ۳۶۵.۳ ورځې دی، کتله یې5.97 x 1024 کیلوګرامه او د حرارت درجه یې د فارنهایت په واحد سره له ۱۲۵ نه تر ۱۳۰ درجو پورې دی. دغه سیاره چې یوه سپوږمۍ لري له لمر څخه ۹۳ میلیونه میله فاصله لري، چې له دوو نورو سیارو وروسته لمر ته ورنیږدې سیاره ده او د لمر چاپیره په يوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ ميله واټن وهي، دغه سیاره له لمر نه ٣٣٣٤٣٢ واره وړه ده.

ځمکه چې د یو خاص شمسي نظام او ترکیبي جوړښت څښتنه ده، او د یاد نظام د اتو سيارو ترمنځ پنځمه لويه سياره ده، چې کروي شکل لري، په منځ کې یې د استوا کرښه پرته ده، چې له مخې یې طول اللبلد او عرض اللبلد پېژندل کیږي.

د ځمکې زیاتره برخه اوبو نیولې؛ خو ډېره برخه اوبه یې مالګینې دي.

د اتموسفیر زیاتره برخه یې نایتروجن او اکسیجن لري او د ژوندیو موجوداتو د اوسېدنې ښه ځای دی.

پر ځمکې د افریقا، اسیا، امریکا، اروپا، اقیانوسې او انترکتیکا په نامه ۶ لویې وچې پرتې دي، چې ځینې خلک یې امریکا په شمالي او جنوبي ویشي او شمېر یې ۷ ښيي.

انتلانتیک، ارام، هند، او د شمال او جنوب منجمد ۲ سمندرونه د ځمکې تر ټولو ستر ۵ سمندرونه دي.

د ځمکې ژوره نقطه په چین کې ماریانا ګودال او لوړه څوکه یې د همالیا غره ایوریست څوکه ده.

د ځمکې پر سر رسمي ۱۹۵ هېوادونه دي، چې زیات یې د افریقا په لویه وچه کې دي او د وګړیو لویې کتلې او شمېرې د اسیا په لویه وچه کې مېشتې دي.