ځوانان اولوست

لیکوال: شرف الدین عظيمي

لکه چې پویږی موږ (انسانان) په هغه شان ژوند کو کوم چې موږ په هغه آند یو او لوست بیا هغه رڼه او روانه چینه ده چې زموږ ذ‌هن ځینې خړوبېږي .

لوست یا په بله معنی مطالعه تربل هرچا ځوان نسل ته اړینه اوله اهمیت څخه ډکه خبره ده دا په دې دلیل چې ځوان نسل دښې ځیرکۍ،هوښ،حافظې اوښې وړتیا لروونکی نسل ده او بله دا چې ځوانان دژوند د نیکمړتیاوو دپوره کولو او ښه ژوند د درلودلو لپاره تیرو تجروبوته ډیره اړتیالري او دغه اړتیادلوست له لارې پوره کیږي،لوست دبشردپرمختګ،ترقۍ او تکامل یو مهم عنصر ده،ټولې هغه بیوزلۍ،جګړې،ځانغوښتنې او… ناورینونه چې انسانان او په ځانګړې ډول د افغانستان خلک ورسره مخ دي او تهدیدوي یې له لوست څخه په فاصلې او له لرې والي څخه سرچینه اخلي.

دلوست اهمیت هغه مهال ښه محسوسیږي چې یوه بل بیګانه هیواد مو په کلتور یرغل وکړي،علمي او فرهنګي مرکزونه او کتابتونونه مو راوسوځوي او د علمي شخصیتونو لاسونه مو وروتړي او دزندان تبیلو او یا هم د مرګ کندوته ور ټیل وهي لکه څنګه یې چې په دې ورستیو څو لسیزو کې شاهد یو،په هرحال ځینې روان پوهان په دې اند دي چې دځینو ځوانانو روحیات له هغوکتابونو څخه چې دوي یې لولي او خوښوي یې جوتولی شو،دلوست په اړه دبیلابیلو څانګو پوهانواولیکوالو ډیرې لیکنې اونظرې وړاندې کړي چې دڅو تنو نظرونه به زه دخپلې لیکنې تول وګرځوم کانت راوړي چې”یوځل په خپل عمرکې یوې داسې تلوسې سره مخ شوی وه چې بیادرې ورځې له خپله کوره نه وه راوتلی کله چې راوتلی وه نوبیاخلکو پوښتنه ځینې کړې وه چې ولې بهرته نه وه راوتلی کانت دخلکوپه ځواب کې ویلي وه چې دژان ژاک روسو (امیل)نومی کتاب په ګیر ورغلی وه او داچې ډیر په زړه پورې او مهمه وه نو درې ورځې او درې شپې مې سرځینې پورته نه کړ او ټول مې ولوسته ” دکانت دغه خبره په اصل کې لیکوالویوه ښه مشوره اواشاره هم ده چې لیکوال ښه په زړه پورې او مهمه کتابونه ولیکي ترڅو لوستونکو ته لیوالتیا پیدا کړي اوګټه ځینې واخلي.

 

ډاکټریوسف قرضاوي په خپل کتاب(خلل درکجاست) کې چې ددیني مسایلو په اړوند یې لکلی راوړي چې” یوه ورځ یهودانو خپل مشرموشی دایان په دې خبره ملامت کړ چې ګنې دیهودانو هیلې، پلانونه اومسلمان ضد کړنې یې لیکلي اوبربنډې کړي یې دي اوګوندې عربان یې ولولي اوزموږ هیلې اوپلانونه پوره اوپلي نه شي موشی دایان خپل ملت ته ډاډ ورکړ چې غم مه کوی زه په دې باور لرم چې عربان یې نه لولي ځکه چې هغوي له لوست سره مینه نه لري او زموږ بری حتمي ده”.

 

شیخ طنطاوي وایې ” داسلام دسپڅلي پیغمبر او د بشریت دناجې حضرت محمد(ص)یوه معجزه کتاب وه کوم چې دمسلمانانو دخلاصون اوسرفرازۍ لپاره را نازل شوی،خو په خواشینۍ سره باید ووایو چې  په دین،مذهب اواعتقاداتو نن ملنډې وهل کیږي او اسلام یوازې په نامه پیژندل کیږي،دیرش سپارې قرآن نن په سینو کې حفظیږي خو په یوه آیت هم عمل نه کیږي ،د خونو دیوالونه دقرآن په ایتونو ښکلي کو خو په ورځني ژوند کې ګټه ځینې وانه خیستل شوه،په مړویې هره سپاره اوهرآیت ولوستل شوخوداچې قرآن شریف دژوندیو لپاره رالیږل شوی اورانازل شوی بیانه لوستل کیږي اوعمل نه پرې کیږي”.

 

محیط طباطباوي وایې”مانهه په لسو کې زده کړه له کتاب څخه کړې او یو په لسو کې زده کړه مې له ښوونکی ځینې زده کړې ده”.

 

رچارد اسنیل وایې “لوست پردماغ هغه اثرکوي کوم چې ورزش یې په بدن کوي. ”

 

وکتورهوګووایې “بختور سړی هغه ده چې کتاب لولي او یا هم دکتاب لوستوونکي ملګری وي. ”

 

ماکسیم ګورکي وایې” زه مې ټولې ښېګڼې دکتابونوله لوستلوڅخه انګیرمه”.

 

روزولت وایې” لوست هغه وسیله ده چې موږله هغوسترپوهانوسره آشناءکوی کوم چې پیړۍ پیړۍ وړاندې ترخاورولاندې شوي”.

 

شارلویزـ منتسکو وایې”دغه کتاب چې ته یې په څوورځویاڅوونیو کې لولې زما یې په لیکلو دسر ویښته سپین شوه”.

 

بدیع الزمان ـ فروزنفر وایې” د زمانې هوساینه په کتابونوکې ولټوی”.

 

اناتول فرانس وایې” هیڅکله هم خپل کتابونه خپلوملګروته مه ورکوی دا ځکه چې زما کتابتون یوازې له هغوکتابون څخه ډک دی کوم چې مامې له ملګروڅخه راوړي”.

 

ابولفضل بیهقي اوخواجه حافظ صاحب بیا وایې ” هیڅ داسې لیکنه به نه وي چې په یوار لوستلو ونه ارزي”.

 

نوموتی فیلسوف اولوی ښوونکی جان لاک لوست په دریو اصولو دروي،لمړی لوستل،دویم په لوست غور،دریم له نوروسره دهماغه لوست په اړوندخبرې کول یا د نظر شریکول،دکومې ستونزې په صورت کې له کوم پوه شخص سره مشوره کول یعنی لنډه داچې ځان ښه پرې پوکول.

 

محمد رضاشرفي دځوانانو د مسایلو په اړوند یوه کتاب کې لوست ته دځوانانو دهڅونې لپاره څو لارښوونې اړینې بولي چې دلته یې راوړل ښه بولم.

 

۱ــ په لوست کې د ځوانانو کرکتنه(نقد) ده دا ځکه چې ځوانان په دې توګه کولای شي خپل فکر،غور او وړتیا پیاوړې کړي لکه جیمزمکاس چې وایې”ښه کتاب هغه ده چې لوستونکی فکر او غورته اړباسي . ”

 

۲ــ دا چې د یویشتمې پیړۍ پیښې او پرمختګونه ځوانان دې واقعیت ته متوجه کوي چې دنړۍ دپوهې ټوله کچه هرکال دیارلس په سلوکې وده مومي اوداپه دې معنی چې اوسنۍ پوهه هر پنځه کال دوه برابره ګیږي او د دغه مطلب بیان ځوانان دې ته اړباسي چې د اطلاعاتو په تجزیه او تحلیل برسیره له یوي ښې مطالعاتي وړتیا اوچټکتیا څخه برخمن وي.

 

۳- دځینو ته د ځینو ګټورو منابعو پیژندنه په ځانګړی ډول ښه کتابونه ، د ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره له رسنیو او خپرونو څخه لارښونه دا نه یوازې دا چې ځوانان د لوست منابعو ته لاره مومي بلکې هغه لیکوال او قلموال چې د ځوانانو لپاره لیکنې کوي هم هڅوي او ډیرو لیکنوته مرسته ورسره کوي .

 

۴- ځینې ځوانان شته چې له لوست سره مینه او علاقه نه ښیې داځکه چې دلوست له ګټورو لارو چارو سره سمه بلدتیا نه لري او له خپلو کوښښونو څخه مطلوبه ګټه نشي اخیستی،ځینې موسسې اوکلتوري ټولنې په ځانګړې توګه رسنۍ ډیر ښه کولای شي چې د انځورونو ،ښوونیزو فلمونو او علمي او کلتوري غونډو له لارې دلوست ښې او روغې لارې ځوانانوته وښې.

 

۵- لوست د ډیرو سترو سترو پوهانو ژوند او دژوند حقیقت ځوانانو ته انځوروي او تر ټولو ښه خبره خو ځوان توکم ته داده چې انسان څه ډول د ژوند لوړو پوړیو ته رسیږي اوڅه ډول کولای شي ستر ستر کارونه ترسره کړي او دیوه ښه،سپیڅلی اوروغ ژوند څیښتن کیږي.

 

۶- دکتاب په اړه دفکر د خاوندانو عقیده داده چې” په ساینسي علومو کې باید نوي کتابونه او په ادبیاتو کې پخواني کتابونه ولوستل شي” ګوندې همدا مفکوره وه چې پوهاند(پورفیسور)براملد دپرمختلونکو(پیشګرایان)دمکتب د نظر خاوند دا وړاندیز وکړ چې ځوانان وړاندې تر دې چې ښونځۍ پای ته ورسوي او پوهنتون ته ور بریالي شي باید دخپل هیواد او نړۍ سل ټوکه ارزښت لروونکي ادبي کتابونه او شهکارونه ولولي ترڅو د ژوند لپاره یو پراخه لیدلوری ومومي . د دغه واقعیت په پوهیدو به هغه ځوانان چې د ژوند دجوړیدو په هڅه کې دي ډیر لوست ته وهڅوی تر څو ډیر وپوهیږي دغه هڅونه به دلا ډیر لوست تلوسه او انګیزه په ځوانانو کې پیاوړې وساتي .

 

۷- د دې تر څنګ چې ځوانان ښه لوستلو ،ژرلوستلو ،ژرپوهیدلو ،د حل وړتیا او داسې نورو څیزونو ته متوجه کو او روزو نو باید دلوست له انحرافی افت څخه چې ډیر په نامنظمه ،ناوړه ،او یو اړخیزه لوست کې وي وساتو .

 

لنډه داچې هرهغه ځوان چې له لوست سره مینه لري او په دې برخه کې یې وړتیا پیدا کړې وي نو یوه ښه او روښانه راتلوونکې به په مخکې ولري،په دې باید یوځوان وپوهیږي چې یوازې د ښوونځۍ او پوهنتون درسونه د پوهې وروستۍ پایلې ته د رسیدو لپاره یعنی دې زیاتو پوهیدو او مهارتونو د ترلاسه کولو په موخه بسیانه دي په ننۍ ټولنه کې هرځوان دا اړتیا لري چې دښوونځۍ اوپوهنتون له رسمي پروګرام سره سم چې څه ورزده کول کیږي د ټولنیزو ،سوداګریزو ،سیاسي علومو ،صنعت حرفه اوفن ،دجسم اوروح،د سلامتیا ، تفریح او نورو مسایلو په برخه کې له خپلو وزګارو وختونو څخه ګټه واخلي ،که امکان ولري په کورونوکې اوکه دا امکان ونه لري نو کتابتونونو ته دې مخه کړي او داسي هم نشي کیدای چې د دا ډول معلوماتو ترلاسه کول د وځنډول شي اوځان ته دې دا ډاډ ورکړو چې د زده کړو له فراغت څخه وروسته به دا ټولې پوهې په سملاسي او یوځایې توګه ترلاسه ګړو ،دابه بیاډیره ستونزمنه خبره وي.

 

روان پوهان په دې باور دي چې د ماشومتوب دوران د خوی او عادت د جوړښت دوران وي ،نوپه لوست عادت کیدل باید له ښونځۍ څخه وړاندې په خپلو ماشومانو کې پیاوړی کړو .