ځوانان څنګه روزل کېږي؟

لیکنه: محمد جاويد حيدرزى

تربيه تر ټولو ښكلى څيز دى چې په غوره كسانو كې لېدل كېږي (افلاطون)

د ماشوم له پاره لومړنى ښوونځى  د مور غېږ ده.  مور او پلار د ماشوم لومړني ښوونكي دي.

د مور غېږ د خپل اولاد له پاره د ساايستنې، لوېيدو، خوب او هوساينې يوه ښكلې زانګو ده. ماشوم له همدې زانګو څخه سم حركات، سمه  تربيه، سمه  ښوونه او يا خداى مكړه منفي حركات زده كوي. هغه ماشومان او تنكي ځوانان چې د مور او پلار له مينې نه محروم دي لكه يتميان چې د غربت په حالت كې ډېر لېدل كېږي هغوى طبيعاً مايوس او ناهيلي دي او هغوى ته ډېره پاملرنه په كار ده چې د ټولنې د اوږو بار نه شي.

لكه چې حضرت محمد(ص) فرمايلي: غوره كور هغه دى چې هلته د يتيم ښه روزنه وشي او بد كور هغه دى چې يتيم په هغه كې زيان او ناوړه روزنه وويني او هم يي ويلي دي: هغه څوك چې په يتيم باندې مهرباني وكړي، هغه ته سمه لار او ښه روزنه وركړي تر هغه چې لويېږي الله تعالى د هغه روزنكي ته جنت په برخه كوي.

او حضرت علي(رض) فرمايلي: يتيم همغسې وروزه چې خپل اولاد روزې او همغسې يې سرزنش كړه او ويې دګه لكه چې خپل بچيان كوي يعنې چې د خپلو بچيانو نه په كمه سترګه مه ورته ګوره.

وروسته د مور له غېږې نه دويم ښوونځى د ماشوم او ځوان ورور، خور، تره، ماما او نور خپلوان دي چې بايد د ماشوم او ځوان سره سمه رويه او ښه چلند وكړي او د دوى له روزلو څخه غافل نه شي او بل دا چې كورنى نظام هم د ماشوم او ځوان په راتلونكي كې مهم رول لوبوي.

د ماشوم په روزنه كې لومړى مور او پلار، بيا خپلوان او هغه كسان راځي چې په يوه ښه كورنۍ كې روزل شوي وي.

كه داسې وشي نو ماشوم ښه روزل كېږي، جسماً او روحاَ په مخ ځي او د خپل هـېواد له پاره يو ښه راتلونكى جوړوي.

درېيم د ځوانانو او ماشومانو له كور نه د باندې ځاى دى لكه ښوونځى، كوڅه، بازار، ګاونډيان او داسې نور. په ښوونځيو كې بايد ډېر نيك كسان ښوونكي شي چې د دوى رويه په زده كوونكيو ډېره منفي او مثبته اغيزه كولي شي او دوى كولي شي چې ډېر ښه او يا ډېر ناوړه كسان ټولنې ته وړاندې كړي. اوس مهال په افغانستان كې ډېرې داسې كورنۍ شته چې خپل اولاد ته هېڅ پاملرنه نه كوي او د دوى دا نه پاملرنه هغوى غلطې لارې ته كاږي او سبا ورځ ټوله ټولنه ترې زيان ويني. لكه يا به غلا كوي، يا به په مخدره توكو باندې روږدى كېږي، يا به قاتل وي او يا داسې نورې ناخوالې.

مور او پلار بايد خپل ماشوم داسې كار ته مجبور نه كړي چې پلار ورته ووايي دا كار وكړه او مور ورته ووايي چې نه  هاغه بل! كورنۍ بايد خپل كمكي اولاد ته هر څه  ور زده كړي لكه خوړل، اغوستل، څښل او داسې نور  ځوان ته مور او پلار بايد د كور په كارونو كې ونډه وركړي او كه له دوى نه كومه  تېروتنه كېږي بايد ورته به غوسه نه شي او دوى خپلې تېروتنې ته متوجه كړي او د ځوان د پوهې په اندازه هغه ته اقتصادي مسايل، د پيسو ساتل او له بيځايه لګښت ورزده كړي.

ډېرې كورنۍ شته چې خپل ماشومان ډاروي لكه پيرى راغى، بلا ده او داسې نو ځكه چې بيا ځوان هم شي، نو دا ويره ورسره وي او ځان بېوسه ګڼي. له ځوانانو سره له حده ډېر بده رويه  او يا له حده ډېره  ښه رويه د ځوان په راتلونكي  ناوړه اغيزه كوي. كورنۍ  بايد خپل اولاد د نورو خلكو په وړاندې احساساتي نه كړي او كله چې ځوان پنځلس كلن  شي؛ نو د خوب كوټه  دې ورته جلا شي چې د لوستنې او درس  په وخت كې څوك  ورته مزاحم (خنډ) نه شي او يا دى د چا خنډ نه شي. مور او پلار مكلف دي چې د ځوان حافظه له ناوړو خبرو، ناوړه حركاتو نه وساتي؛ ځكه چې ماشوم د څلورو كلني نه وروسته ټول خاطرات په خپل حافظه كې ساتي او د ژوند تر اخره ورسره پاتې كېږي.

كورنۍ مكلفه ده چې د لور او زوى د جامو، ساعتيري سامان، خوراكي توكو او نورو شيانو په مينځ كې  توپير  ونه كړي؛ ځكه چې دا شانته توپيرونه د خور او ورور په مينځ كې كينې ته لاره اوروي.

ځوان او د ملګرو موندل:

يوه اړينه او مهمه مسله د ځوانانو له پاره د ملګريو موندل او درلودل دي چې د دوى د ژوند يوه مهمه برخه ده. ډېر ځوانان په خپلو ملګرو پوره باور لري او هغه د خپلو  رازونو شريك ګڼي او هغه ستونزې چې د خپلې كورنۍ له غړو سره نشي ويلى له خپلو ملګرو سره يې په اسانۍ څرګندولى شي او له دوى څخه د حل لاره غواړي.

ځوانان په دې دوره كې يو ښه ملګري ته اړتيا لري چې وكولى شي خپلې يو څو شېبې له هغه سره تېرې كړي؛ نو كه چېرې كورنۍ دى ټكي ته پاملرنه ونكړي او بې توپيره وي او خپل ځوان اولادنه خپل سري پرېږېدي، كېداى شي چې ډېرې ناوړې پايلې ولري او همداسې ډېره ښه يا بده رويه د كورنۍ او ځوان په مينځ كې ستونزې پيدا كوي.

كورنۍ كولاى شي په هغه كچه سره ښه رويه وكړي چې اولاد يې په لومړي قدم كې دوى خپل ملګري وګڼي او د نورو ملګرو په ټاكنو كې له دوى څخه مرسته وغواړي، ښه او وفادار ملګرى د يو كس د ستونزو، غم او ښادي په حالت كې ورسره وي او  څوك چې صالح ملګري نه لري، هغه يوازي وي.

د يو ځوان له پاره تر ټولو ښه شېبه هغه ده چې له خپلو ملګريو  سره يې تېروي. د يو ښه او سالم ملګرى سره تګ – راتګ انسان ته ښادي په برخه كوي او د هغه سټرتيا له مينځه وړي او له غمونو  څخه يي لري ساتي او كه چيرې يو  ځوان د با تجربه او پوه ملګري ولري؛ نو هغه په مادي او معنوى امورو كې د ځوان د ترقى او پرمختګ سبب كېږي. له بلې خوا كه يو ځوان ناوړه ملګري ولري كېداى شي  د ځوان د وروسته پاتې كېدو وسيله شي؛ نو اړينه ده چې دوى ناخبره نه وي.

دا خبره نه يوازى هلكانو ته متوجه ده؛ بلكې نجونې هم بايد خورا هوښياري وي چې د خپلو خورلنډو او ملګرو په ټاكنه كې له ډېر دقت، احتياط، پاملرنې او زيركتيا څخه كار واخلي. په افغانستان غوندې ټولنه كې د نجونو بحث ډېر جدي دى.

نجونې د يو سپين كاغذ حيثيت لري چې رنګ اخلي او خپل نوم له لاسه وركوي.

دا د يو ځوان له پاره اړينه ده كه چېرې د دوى كورنۍ  نه غواړي چې له چا سره دې ملګرتيا وكړي،  نو ځوان دې هم لږ سوچ وكړي؛ ځكه چې مور او پلار د ځوانانو په پرتله د ژوند ستره تجربه لري، ترخه او خواږه يې څكلي وي، ښه او بد پېژني او د خپل اولاد د راتلونكې نيكمرغۍ او بري له پاره ډېرې هيلې لري. له همدې امله د هرې كورنۍ نوي ځوانان (هلكان او نجونې) بايد خپل نوي ملګري خپلې د كورنۍ ته ور وپيژني چې كورنۍ د هغه ښه او بد عادتونه وويني ځكه چې مور او پلار د اولادونو خير غوښتونكي دي او ناويلې دې پاتې نه شي چې د مور او پلار نه زړه سوانده او ښه ملګري نشته او ځوان دې داسې كوم كار ته دې لاس نه وړاندې كوي چې د كورنۍ غوسه او حساسيت وپاروي.

امام علي (رض) فرمايلي دي: بختور انسان هغه دى چې له ښو او صالح كسانو سره ملګري كېږي او په بل ځاى كې وايي: هر شي غورځېدل   لري او  بد ښوېدل او يا بد غورځېدل ناصالح ملګري دي.

ژوند له خپلوانو او ملګرو سره له اړيكو پرته ناشونى دى او ښې ټولنيزې اړيكې د (ملګرتوب اړيكې) دي. كله چې دوه كسان ملګري وي، يعنى مثبت احساسات او عملونه ولرى، يو له بل سره د لېدلو پر مهال خوشحاله كېږي.

د ځاى نژديوالې هم د ملګرو په ټاكلو كې رول لري؛ ځكه چې د يو بل عملونه او خبرې ويني او اوري او په ګډه ښوونځي ته ځي. ډېر ځوانان دا غوره ګڼي چې يو داسې ملګرى ولري چې په زده كړه مين وي، خپل وخت عبث تېر نه كړي، د مور او پلار او مشرانو درناوى وساتي، خپل وطن پرې ګران وي، ځان د خپلو خلكو خادم وبولي، په ټولنيزو  فعاليتونو كې برخه واخلي، مطالعه وكړي، په خپل ورځني فعاليت كې د ورزش له پاره ځاى ولري، په مخدره توكو روږدي نه وي، دروغ و نه وايي، په خپلو ژمنو وفا وكړي، حميده اخلاق ولري، په ښوونځيو كې خپلو ښوونكو او په سيمه كې د مشرانو درناوى وكړي او لنډه دا چې په عمومي اخلاقو كې يې مثبت ټكي ډېر وي او د لا ښه كېدو وس او اراده ولري.

كه څوك داسې ملګرى ولري؛ يقيناً چې په ژوند كې به وده وكړي او د خپلې ټولنې په يوه صالح غړي به بدل شي.