ځوانان څومره د ټولنې ستونزې راکمولی شي؟

لیکنه: حضرت عثمان نوري

ځوان کهول د ټولنې ستره سرمایه بلل کیږي، ځکه دوی پياوړی هوډ لري، فکر یې مثبت دی او د حساب تمه ترې کیږي. دا چې ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري، لامل یې دا دی چې دوی په ټولنه کې د ډېریو ستونزو ګراف راښکته کولای شي.

ځوان کهول د ټولنې غښتلې سرمایه بلل کیږي، ځکه په ټولنه کې چې کوم رول زموږ ځوان نسل لوبوي، نور افراد او اشخاص یې نه شي لوبولی. ځوانان ددې مسوولیت او صلاحیت لري، څو د خپلې ټولنې ستونزې درک کړي او بیا یې د حل لپاره ملا وتړي.

هغه سیمې سمسورې او پرمختللې وي چې ځوان کهول یې فعاله وي او همېش د نوښت په هڅه کې وي، ځکه ځوانان یې د یووالي ستر هدف لري، د علماؤ کرامو او مشرانو نېکې مشورې اخلي او په شریکه د خپلو اهدافو اوږد واټن ورو ورو طی کوي.

د ټولنې د پرمختګ لومړی پُل ځوانان بلل کیږي، ځکه د ځوان کهول لومړنی شعار د “پرمختګ” پېغام خپرول وي، نوښت غواړي او د هرې ستونزې لپاره نوی فکر سنجوي. مبارزه یې سپېڅلې او رنګ راوړونکې وي، پرېکړې یې ګټورې او پایلې یې مثبتې وي. لکه څنګه چې شمع ځان ویلې کوي او نورو ته رڼا ورکوي، دغه شان یې ځوان نسل سختي تیروي او خپله ټولنه له ستونزو ژغوري.

ځوانانو! خپل مسوولیت وپېژنئ، د لټۍ او بې وسۍ فکر له ذهنه پاک کړئ، د ټولنې ستونزو ته اوږه ورکړئ؛ ځکه تاسې ځوانې هیلې لرئ او د خپل ولس راتلونکی تر هر چا ښه او ژر روښانه کولای شئ.