ځیرک وسایل مو دا ډول څاري!

ځیرک موبایلونه، ساعتونه، لیپ ټاپ، کمپیوټرونه، ډیجیټل تلویزون، هغه موټرې چې د څارنې وسیلې لري حتی د کور پر دروازه لګېدلی عصري زنګ مو هم څارنه کوي او په مرسته یې د نړۍ حکومتونو او استخباراتي ادارو ته د عامو خلکو شخصي معلومات ورکوي.

د بریتانیې د اکسفورډ پوهنتون استاد (Carissa Veliz) خبرداری ورکوي، چې د ځیرکو وسایلو یا آلو په مرسته د ورځني ژوند معلومات او محرمیت مو د ټیکنالوژۍ د شرکتونو په لاس کې دی او یو هیکر کولی شي چې په ډېرې آسانۍ د یو چا شخصي معلومات ترلاسه کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقو په اړه څېړونکی بریتانوي استاد وایي چې د شخصي معلومات د راټولولو پړاو هغه وخت پیلېږي کله چې تاسې وېده کېږي او ځیرک ساعت او سرته ایښی موبایل مو ټول حرکتونه راټولوي.

د کور په دروازه لګېدلی زنګ مو د میلمنو عکسونه اخلي، تلویزون نه یوازې دا معلومات راټولوي چې تاسې څه شی او څه وخت ګورئ، بلکې که چېرته یې پرایویسي ولولئ نو پوه شئ چې ستاسو خبرې اوري، ثبتوي او لېږلی یې هم شي او دا تاسې خپله د پرایویسۍ له لوستلو پرته منئ.

بریتانوي استاد زیاتوي چې دغه کار بند تلویزون هم کولی شي. دغه راز پر فیسبوک د تصویر یا کومې لیکنې خپرول یا په ګوګل کې د کوم څه لټول، دا ټول په انلاین حافظه کې ساتل کېږي او ترڅنګ یې اې پي ادرس او موقیعت هم ثبتېږي.