څرنګه مطالعه وکړو؟

۱: تر ټولو له مخه باید دخپل بدن او جسم خیال وساتئ بدن او جسم به مو ارام وي که مو جسم او بدن ارامتیا نه لري نو هیڅ نه لرئ .

۲: له مطالعې سره علاقه هغه وخت زیاتیږي چې څوک یو تدریس یا لیکوالي کوي .

۳: له مطالعې شروع کولو څخه مخکې باید خپل هدف او مقصد معلوم کړئ چې زه په کومو معلوماتو پسې ګرځم او څه معلومات تر لاسه کول غواړم.

۴: : کله چې مطالعه شروع کوئ نو دا نه دی پکار چې د مختلفو فنونو مطالعه په یوه ځای شروع کړئ ځکه هر فن یوه نړۍ ده نو که په یووار د ټولو فنونومطالعه شروع کړئ ټول پاتې کیږي او په یوه کې هم مهارت نه حاصلیږي،ځکه د عربي یوه مقوله ده: طلب الکل فوت الکل، نو پکار داده: چې یو ځل په یوه کې مهارت حاصل شي بیا نورو فنونو ته ولاړ شئ.

۵: د مطالعې کولو په وخت کې ذهن خاص په کتاب کې بندول ضروري دی که مو ذهن بل ځای وي هغه هدف او مقصد را څخه پاتي کیږي، لکه د پښتو یوه لنډۍ ده: طالبه خدای که به ملا شې : په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه.

۶: د مطالعې کولو درې مرحلې دي، اول: ځیني کسان په لوړ غږ مطالعه کوي غږ یې یا نور اوري یا یې خپله اوري، دغه مطالعه ستوماني لري او ګټه کمه ترې اخستلای شي په یوه دقیقه کې تر دوه سوه یا درې سوه زیات الفاظ نشي لوستلای او دغه د مطالعې ټیټه اندازه ده، دوهم: ځیني کسان بیا د کتاب کتلو په وخت کې شونډان ښوروي او غږ یې نه وي دغه مطالعه د پردۍ ژبې د زده کړې لپاره ښه ده خو بل ځای یې ګټه نشته، دریم: ځیني کسان بیا نه شونډان ښوروي او نه یې ژبه ښوري یواځي په سترګو مطالعه کوي دا کار څه مهارت غواړي خو غوره لاره ده، ستوماني هم نه لري او په لږ وخت کې ښه ډیره مطالعه کولای شې.

ځیني خلک بیا د کتاب دکتو په وخت کې داسي ورو ورو روان وي چې په هر لفظ او کلمه دریږي، شونډان یې ښوري او په لوړ غږ مطالعه کوي نو هغه سړی ډیر ستړی کیږي او هغه هدف ځني پاته کیږي، نو ددې لپاره ژر او چټکه مطالعه ضروري ده، چټکه مطالعه وخت سپموي او چې مطالعه لږ وخت واخلي او دی په لږ وخت کې ډیر معلومات تر لاسه کړي نو یې له مطالعې سره نو مینه زیاتیږي، دچټکې مطالعې په وخت کې ذهن خاص په کتاب کې وي، دچټکې مطالعې په کولو سره له مطالعې سره اړیکې زیاتیږي .

کاپي…