څرنګه کولی شو چې د انګليسي ژبه په ښه او چټکه توګه زده کړو؟

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

نننۍ نړۍ د چټکتيا او سرعت  نړۍ ده. ټول غواړي په چټک ډول قطغ پوخ کړي، په چټکتيا سره کار ته ولاړ شي، په چټکه توګه شتمن شي او  په همدې توګه په چټک ډول څه زده کړي.دا یوه طبيعي غوښتنه ده. په ځانګړې توګه په داسې نړۍ کې چې د يوې تڼۍ په کېکاږلو سره د آسټراليا سهار د آمريکا د ماښام سره نښلي.

په همدې اساس ورځ تر بلې د سرعت څخه زمونږ غوښتنې مخ پر ډېرېدو دي. ټول د چټکتيا پلويان دي؛ خو  پوښتنه دا ده چې دا غوښتنه په ټولو څیزونو کې منطقي ده؟ د بېلګې په توګه څرنګه کولی شو  د انګليسي ژبه ژر زده کړو؟  په دې مقاله کې به مونږ دا ومومو  چې څرنګه کولی شو  په ښه او چټک ډول د انګليسي ژبه زده کړو او د  يو  بلبل په څېر  انګليسي خبرې وکړو.

ډېرې  متعددې کړنلارې شته چې په پايله کې به حتمي  يوه کړنلاره زمونږ  د خوښې وړ وي.

۱- د اورېدو حس مو پياوړی کړئ

د ژبې د يادولو لپاره تر ټولو آسانه کړنلاره په ناخود آګاه  او ضمني ډول  زده کړه ده. په دې طريقې سره ژبه هغه وخت زده کېږي چې هېڅ  کوښښ ورته نه کوو. کله چې د مېز شاته کښېنو او تمرکز مو  زده کړې ته وي نو  زمونږ  د غير ارادي زده کړې قوه په بشپړ ډول درېږي؛ خو په برعکس ډول کله چې د زده کړې لپاره پرته له کومې برنامې موزيک، غږيز فايل يا هم فلم  ته چې په اصلي ژبه  وي، غوږ ونيسو  نو  ذهن مو  په  ناخودآګاه ډول غږونه، لهجې، لغاتونه  او ګرامر جذبوي. حتی که تاسو  ياداشت هم ونه نيسئ او انګليسي خبرې هم ونه کړئ، ستاسو ذهن به په ناخودآګاه ډول د پردې تر شا  د ناخود آګاه  اطلاعاتو  برخې  سره مرسته کوي او مالومات به جذبوي. دا یو  په زړه پورې حقيقت دی چې هغه لغاتونه چې په ماناو  يې نه پوهېږو، زده کوو  يې.

کله چې يوې بهرنۍ ژبې ته غوږ نيسو نو  پر ته له دې چې  د زده کړې  لپاره تمرکز او دقت ولرو، مالومات مو په ذهن کې ذخيره کېږي ، ځيني وختونه د اړتيا پر مهال څرګندېږي او  له مونږ سره مرسته کوي. د دې خبرې لامل د ژبنيو  الګو ګانو (  Symbols ) اورېدل دي؛ یانې  د  ژبې د زده کړې لپاره طبيعي  لاره ده.

په داسې حالتونو کې  د  ماشومانو  زده کړې  ته ورته اتفاق پېښېږي.  ماشومان  د خبرو   د  يادولو په پیل کې، يوازې اوري. هغوی  په ميلونو نو لغاتونه اوري؛ داسې لغاتونه چې په ماناو  يې هم نه پوهېږي؛ خو  له يو څه مودې وروسته  چې په خبرو کولو پيل وکړي ، د خپلو  ټولو ناخودآګاه مالوماتو څخه ګټه اخلي.

څومره چې کولی شئ وايې ورئ، په دوامداره توګه هر وخت چې  ممکنه وي، هغه مالوماتو ته چې په انګليسي ژبه وي  غوږ   ورته کېږدئ. د بېلګې په ډول په کور کې يو انګليسي فايل پلې کړئ، کله چې فارغه ياست د غوږۍ  (  Headphone  ) په وسيله انګليسي  ته غوږ ونيسئ. انگليسي خبرونه وګورئ، غږيز کتابونه واورئ، که انټرنټ ته لاسرسئ لرئ نو آنلاين پروګرامونه تعقيب کړئ، درسي غږيز او انځوريز   کليپونه کښته (  Download ) کړئ. که ممکن وي له ملګرو، د کورنيو غړو، او  د همکارانو سره په انګليسي ژبه وغږېږئ. فقط دې ته زمينه برابره کړئ چې غوږونه مو د انګليسي ژبې له لغاتونو  او ګړنو سره عادت او بلد شي.

۲-  شباهتونه پيدا کړئ

د هرې بهرنۍ ژبې په زده کولو کې  ترټولو  ستونزمنه برخه د هغې ژبې د غږونو او سازونو سره  بلدتيا ده. د بېلګې په ډول ممکنه ده په انګليسي ژبه کې داسې غږونه شتون ولري چې په هېڅ ډول به زمونږ مورنۍ ژبه کې نه وي؛ خو له نېکه مرغه بشر په يو ډول  له داسې غږونو سره بلدتيا لري او  په آسانۍ سره  يې درک کولی شي.  د بېلګې په ډول د دوو  بې غږو تورو  يوځای کېدنه جالبه ده؛ خو لوستل يې ناممکن نه برېښي. که مو فکر کړی وي د انګليسي ژبې ډېری لغاتونه همداسې جوړښت لري. د بېلګې په ډول د ( Blink  )  لغت تلفظ  عجيب جوړښت لري. دلته د B او   L  توري دواړه بې غږه دي؛ چې د داسې لغتونو جوړښتونو بېلګې په دري ژبه کې نشته؛ خو په پښتو  ژبه کې کومه ستونزه نه ده او د داسې لغتونو بېلګې لرو  چې دوه، درې يا هم زيات شمېر بې غږه توري سره يوځای راغلي وي. د بېلګې په ډول: شخوند. چې دلته ( ش ) او ( خ ) دواړه توري بې غږه دي او  په پيوست  ډول سره راغلي دي او تلفظ يې هم آسانه دی. د انسانانو  ذهن په طبيعي ډول دې ژبنيو شباهتونو  سره بلدتيا لري او کولی شي ژر يې درک کړي. کله چې د انګليسي ژبې پر زده کړې بوخت ياست؛ نو له دې ډول شباهتونو  څخه په طبيعي ډول مالومات ترلاسه کړئ.  د بېلګې په ډول  که کله د داسې لغتونو سره مخامخېږئ چې  ليکل يې عجيب او تلفظ کې يې شک لرئ؛  نو هڅه وکړئ  دا ډول لغاتونه يو ځلې تلفظ کړئ او که په نه باورونکي ډول د داسې لغاتونو په تلفظ بريالي شوئ او ګومان مو وکړ چې د دې لغت تلفظ چې تاسو  يې کوئ سم دی؛ نو  په ډېر احتمال سره دې لغت کې املايي ستونزه ده. تاسو کولی شئ دا داسې لغتونو  په سم تلفظ او  په سم ډول ليکلو کې له ډول ډول ټيليفوني او یا کمپيوټري ډکشنريانو ( لغت زېرمو ) څخه ګټه واخلئ.

۳- نوي غږونه په بېل بېل ډول زده کړئ

د نويو  ژبو  او يا  انګليسي ژبې  زده کړه د مغز د عملکرد کړنلاره تغیروي. بايد هڅه وکړو  چې د دې پوښتنې ځواب چې څرنګه کولی شو د انګليسي ژبه ژر زده شي؟ پیدا کړو، ځکه د انګليسي ژبې د زده کړې سره ستاسو مغز  په ودې ( رشد ) پيل کوي. څېړنې ښيي چې د انګليسي او  يا هم نور بهرنيو  ژبو  په زده کړې سره زمونږ  د مغز يوه  برخه وده کوي  او لويېږي. هرڅومره  چې  دا وده ډېره وي؛  نو هماغومره  د نورو  ژبو  په زده کړه کې آسانتيا رامنځ ته کېږي. دا څېړنې يوې جالبې برخې ته زمونږ توجه راجلبوي او هغه دا چې  زمونږ مغز د نويو او  نا بلده غږونو سره څه ډول  عکس العمل ښکاره کوي؟  د بېلګې په ډول د L  او  R   لغتونو په زده کړه کې غيربومي اورېدونکي په ځينو برخو کې د ستونزو سره مخامخېږي. جاپانيان د  د پورته ذکر شويو تورو تلفظ کې ستونزه لري، ځکه په جاپاني ژبه کې د داسې تورو  د تلفظ لپاره کومه ځانګړې الفبا يا سمبولونه نشته.

مخکې له دې چې د يوې بهرنۍ ژبې زده کړې ته هوډ وکړو؛ نو  اړينه ده چې د هغې ژبې له تورو او غږونو  سره لومړی ښه  بلدتيا پيدا کړو. د ځينو تورو او غږونو تلفظ معمولا ستونزمن وي، نو پکار ده چې ښه تمرين پرې وشي ترڅو ذهن نشينه شي. د بېلګې په ډول، په انګليسي ژبه کې د (    TH )  تلفظ واقعا د ټولو لپاره جالب او خندوونکی دی. څوک يې د ( څ ) په ډول، څوک يې    ( ټ ) او يا هم د ( ت ) په بڼو  تلفظ کوي . يا هم د عربي ژبې د ( ع ) توری او همداسې نور …   .  په تکرار او پرلپسې کوښښ سره کولی شو د داسې تورو تلفظ ځان ته آسانه کړو.

۴- د  ورته ( شباهت لرونکو ) لغاتونو څخه ګټه واخلئ

کله چې د مانا له اړخه مشابه او مترادفو لغتونو څخه ګټه پورته کوئ؛ نو  د  لغاتونو د غږونو او انځورونو ترمنځ يو ډول ارتباطي پل رامنځ ته کېږي. يانې څه؟ د بېلګې په ډول، کله چې د انګليسي ژبې  د لمر لغات زده کوئ؛ نو د هغې  تر څنګ  د ګرم، سور، ځلا … ورته لغاتونه هم زده کړئ. وروسته چې کله تاسو  دا لغاتونه ياد ته راولئ نو په چټک ډول مو ذهن ته  راځي او تاسو سره په خبرو کولو او غونډل جوړونه کې مرسته وکړي. پوهان وايي: د لغاتونو ترمنځ ورته والی پیدا کول، د خبرو کولو کړنلاره ساده او اسانه کولی شي.  د  نه اورېدونکو ( کڼو ) د ژبې  مطالعه دا  مسئله ثابتوي، ځکه کاڼه چې کله ژبه زده کوي: نو هغوی د علايمو ترمنځ د ورته والي له لارې په دې بريالي کېږي چې يوه نوې ژبه ژر زده کړي. کله چې غواړئ يو نوی لغت زده کړئ؛ نو هڅه وکړئ چې د هغه لغت ورته يا مرتبطې کليمې هم ذهن ته وسپارئ.

۵- لغاتونه په جملو او عبارتونو کې زده کړئ

ځيني لغاتونه په يواځې توګه يوه مانا لري؛ ځو کله چې په عبارتونو او  جملو کې استعمال شي نو  مانا يې په بشپړ ډول تغير خوري. په انګليسي ژبه کې داسې لغاتونه له حده ډېر دي؛ نو هڅه وکړئ په جملو  کې مو د لغاتونو استعمال ته توجه ډېره وي. پخوا  ژبپېژندوکو  داسې ګڼله چې ګواکې  انسانان لومړی جملې اوري او بيا هغه په برخو  برخو  وېشي؛ خو وروستۍ څېړنې دا جوتوي چې داسې نه ده، بلکې د مغز توجه په غونډلو  او عبارتونو کې  لومړی د لغاتونو ترتيب ته ده او دا ترتيب په مغز کې داسې سمبولونه منځ ته راوړي چې زده کړه کې آسانتيا  راولي. د  بېلګې په ډول پښتو  ژبه  کې  د  ژوند  او  قرار، باد او باران او همداسې نور   ترکيبونه. د داسې ورته يا شباهت لرونکو لغاتونه زده کړه آسانه ده او تر ډېرې مودې د انسان په ذهن کې پاتې کيږي.

هېره دې نه وي چې په يواځې توګه د يوه لغات زده کول ناممکنه  ده  او نشئ کولی له هغه څخه ګټه پورته کړئ، ځکه ډېری لغاتونه يواځې يوه مانا نه لري.  په دې بايد پوه شو چې په څه ډول کولی شو  لغاتونه په جملو او عبارتونو کې استعمال کړو، ځيني وختونه  اضافه توري ( Prepositions ) په بشپړ ډول د لغت مانا تغيروي. د ژبې مينوالو! که غواړئ يوه ژبه په ښه او چټک ډول ياده کړئ، نو لغاتونه يې په عبارتونو او جملو کې  استعمال او  زده کړئ.

پايله

ژبه خپله يو ډول آهنګ يا موسيقيت دی. د ښکلو غږونو  يا آهنګونو څخه په استفادې سره کولی شو  چې يوه بهرنۍ ژبه ژر زده کړو. شعرونه، ترنمونه … هغه څه دي چې مونږ سره د ژبې په زده کړه کې رغنده رول لوبولی شي. تاسو کولی شې خپل کمپيوټر، مبايل، ميډيا پلیر، ريکارډر او يا هم MP3  کې د خپلې خوښې وړ اشعار، ترنمونو  يا هم سندرې  پلې کړئ او   هغه پسې يې تکرار کړئ، پرته له شکه چې دا کړنلاره هم تاسو   ته  د  انګليسي ژبې په زده کړه کې ګټور ه  تمامېدای شي.

د دې پوښتنې لپاره چې څرنګه کولی شو  د انګليسي ژبه ژر  زده کړو، ډېر ځوابونه او کړنلاري شتون لري، تاسو کولی شئ د مختلفو  کړنلارو  په  مطالعې سره يوه مناسبه طريقه ځان ته انتخاب  کړئ او پرته له شکه چې تاسو  به پدې بريالي شئ چې په روان ډول انګليسي خبرې وکړئ. د ژوند د نورو اړخونو په څېر  د  ژبې زده کړه هم صبر، زغم، هڅې او ستونزې ګالل غواړي.