څلور دي کال کې موسمونه

د ماشومانو شعر

هر يو جلا لري خوندونه

لنډي شي شپې ورځې اوږدې شي

په دوبي ټول خولې خولې شي

له اوبو ډک چې يخ منګی وي

په دوبي يخ د چا زړګی وي

چې دوبی ولاړ شي، راشي منی

په وچو پاڼو ډک شي کلی

زنګوي ونې تېز بادونه

ور رژوي يې وچ بلګونه

بيا ژمی راشي شپې اوږدې شي

ورځې شي لنډې او سړې شي

واوره اورېږي يا يخيان وي

پر صندلي راټول کوچنيان وي

بيا پسرلی شي ونې شنې شي

په شنو وښو مځکې ښايستې شي

طوطیان راوزي له هګيو

چو چو کوي له ځالګيو

څلور دي کال کې موسمونه

هر يو جلا لري خوندونه

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۶مه نېټه