څلور میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو په اساس څلور میلیونه ماشومانو له زده کړو بې برخې دي او له شپږ میلیونو ډیر بیا له بد ټولنیز، امنیتي او صحي حالت سره مخامخ دي.

له دې سره همهاله د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د هېواد په شلو ولایتونو کې ۴۰۰ ښوونځي د امنیتي ګواښونو له امله تړلي چې له امله یې په میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف هم افغانستان کې د ماشومانو د بد وضیعت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي، روان میلادي کال کې ۲۱ ماشومان د پولیو یا فلج پر ناروغۍ اخته شوي او عامل یې هم ناامنو سیمو کې د واکسینونو نه تطبق یادوي.

د  یادونې وړ ده، چې ناامني، فقر، صحي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی، جګړو کې له ماشومانو ګټه اخستنه، او شاقه کارونه هغه څه دي، چې افغانستان کې یې د ماشومانو ژوند له بیلابیلو ګواښونو سره مخ کړی.