څلور پاکستاني لوړ رتبه افسران له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي

پاکستاني رسنېو خبر ورکړې، چې د تیره ورځ سهار وختي د تیمرګرې په «شیروت کی» سیمه کې دغه افسرانو پر یوه کور باندې وروسته له شکي کیدو حمله کوله چې یوه دځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړې ده  دوې زیاتوي په وژل شویو امنیتي ځواکونو کې د استخباراتي ادارې یو افسر هم شامل دی چې د تورن رتبه یې لرله.

رسنۍ له پاکستان پوځ له خولې لیکي په دغه حمله کې یو تن وسله وال ژوندې هم نیول شوې.