څنګه به یوه کامیابه انټرویو ورکوو ترڅو د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړو

لیکوال: هدایت الله صابرزی

 

د دندې مرکه (انټرویو) هغه رسمي مجلس یا مرکې ته ویل کیږي چیرته چې د ادارې نماینده د وظیفې غوښتونکي څخه د مشخصې دندې په تړاو اړينې او مهمې پوښتنې کوي تر څو ادراه وکولای شي چې یوې دندې لپاره یو وړ او استعداد لرونکی شخص وګماري.

د انټرویو په تړاو زیاتي خبري او معلومات شته خو نه غواړم چې له خپلې مشخصې موضوع څخه لري ستاسې وخت ضایع کړم ولې چې غواړم تاسې ته په دې لیکنه کې واضح کړم چې څنګه کولای شو د یوې دندې لپاره کامیابه انټرویو ورکړو تر څو د خپلې خوښې دنده تر لاسه کړو نو که غواړئ چې د خپلې خوښې دنده تر لاسه کړئ، نو بیا لاندې مهمې نقطې مو په نظر کې ونیسئ.

کله چې د انټرویو لپاره غوښتل شوي یاستئ نو لاندې شپږ مهمې کړنې مو له هیره مه وباسئ:

د هغه شخص او ادراې نوم په یاد ولرئ د چا لخوا چې تاسې ته زنګ وهل شوی.              د هغې دندې په هکله ځان پوه کړئ د کومې لپاره چې تاسې ته د ادارې لخوا اړیکه نیول شوي وي ولې چې اکثره خلک انټرویو لپاره ځي خو د دندې په هلکه هیڅ کوم معلومات نه لری او نه ورباندي پوهیږي.

د انټرویو وخت او ځای په اړه ځان پوه کړئ تر څو په ټاکلي وخت سره ځان ورسوئ. په یاد ولرئ چې د ادارې ټاکلي وخت څخه تاسې باید ۱۵ دقیقې مخکې ځان ورسوئ تر څو انټرویو اخیستونکیو ته ځان وښیئ چې تاسې په رښتیا دندې اخیستلو ته لیواله یاست.

د هغه شخص د دندې نوم او د دندې په اړه يې ځان پوه کړئ کوم چا ته چې تاسې به کاري ریپورټ کوئ البته که چیرته تاسې هغې دندې ته بریالي شوی.

د هغه شخص موبایل شمیره له ځان سره وساتئ د کوم چا لخوا چې تاسې ته زنګ وهل شوی و ولې چې که چیرته تاسې د کومې ستونزې له امله و نه شو کړلای چې انټرویو ته حاضر شئ نو تاسې کولائ شی چې هغه شخص سره اړیکه ونیسئ او د بل وخت انټرویو اخیستنی لپاره ورسره وخت وټاکئ.

له هغه شخص څخه پوښتنه وکړئ چې کوم ضروري اسناد لکه تذکره، عکس، تعلیمې اسناد، د کاري تجربې اسناد او وغیره باید د انټرویو لپاره له ځان سره ویسئ تر څو په پوره ډاډ او باور سره د انټرویو په لور حرکت وکړئ.

 

د انټرویو امادګي لپاره مهمې نقطې چې په لاندې ډول دي:

د ادارې په اړه اړین معلومات پیدا کړئ کومې ادارې ته چې تاسې د انټرویو لپاره غوښتل شوي یاستئ.

  • خپله سي وي (cv)مو چې تاسې ادارې ته د دندې اخیستنې لپاره لیږلې وه بیا بیا ځلې وګورئ ممکن چې اداره له تاسې څخه ستاسې په سي وي کې پوښتني وکړي. یعنی تاسې باید ځواب ویونکې شئ چې تاسې پلانکۍ ادارې سره کومه دنده ترسره کړی وه، کوم مسوؤلیتونه مو درلودل او یا هم له کوم تاریخ څخه تر کوم تاریخ مو ورسره کار کړ د دندې مسوؤلیتونه درسره په تکراري ډول ولولئ تر څو په دې پوه شئ چې تاسې کومې دندې ته انټرویو ورکوئ او یا هم په دې په پوه شئ چې د دندې مهم مسوؤلیتونه کوم دي.

هغه اسنادونه چې تاسې د دندې اخیستنې لپاره ادارې ته لیږلي و مخکې له انټرویو يې بیا ځلې وګورئ تر څو په دې پوه شئ چې تاسې کوم اسناد ادارې ته استولي و.

 

د دندې مربوطه شعبې اهداف، مهم کارونه او لر دید په اړه یې ځان پوه کړئ تر څو په دې پوه شئ چی د دندې مربوطه شعبه ولې ادارې لپاره مهمه ده او ولې غواړي چې تاسې د دندې لپاره وګماري.

د هغو پوښتونو په هکړه فکر وکړئ کومې چې له تاسې څخه به په انټرویو کې وپوښتل شي او یا هم تاسې کولائ شئ چې له انټرنټ او کتاب مطالعه کولو څخه مرسته وغواړئ.

له ځان سره، کورنۍ غړيو سره، دوستانو سره او یا هم له همکارانو سره مو د انټرویو ورکولو تمرین ډیر وکړئ تر څو په خپله انټرویو ورکولو باندې مطمئن شئ.

په ځان مو باور زیات کړئ که مو باور کم و نو هیڅکله به یوه بریالۍ انټرویو و نه لرئ.

هیڅکله د انټرویو مجلس حاضرین ځان ته جدي مه نیسئ او مه یې په شتون ځان ته ویره پیدا کوئ. اکثر خلک چې کله هم انټرویو لپاره ځې نو ویره ورسره پیدا کیږي او په خپلې پوهې شکمن کیږي او ځان سره وایې که چیرته له ما څخه داسې پوښتنه وکړي او زه ورته داسې ځواب ووایم نو دا به غلط وي او زه به دنده تر لاسه نه کړم خو په حقیقت کې دا ویره ستاسې د بربادۍ سبب کیدلای شي. تاسې ته به په انټرویو کې مختلف کسان ناست وي خو تاسې به د هغوي دندې په نظر کې نه نیسئ که مو دندې نظر کې ونیولئ نو ستاسې د انترویو نتیجه به خوندوره رانشي ولې چې د هغوي دندې په نظر کې نیول د دې باعث کیدای شي چې له تاثیر لاندی مو راولي.

 

په هغه ورځ چې انټرویو لرو څه باید وکړو؟ لاندې مهمې نقطې درسره په نظر کې ونیسئ:

خپله غذا مو کافي اندازه وخورئ یعنی نه زیاته وي او نه هم کمه. که چیرته تاسې زیاته غذا وخورئ نو دا شاید تاسې ته په انټرویو وخت کې یو بلا وګرځي او یا هم ځان درته ناراحته احساس شي.

باید خپل خوب مو په پوره اندازه کړی وي ولې چې له اندازې کم او یا زیات خوب هم د دې باعث کیدلای شي چې تاسې د انټرویو په وخت کې نارامه کړي.

د انټرویو په ورځ کوم فزیکې کارونه مه ترسره کوئ ولې چې فزیکې کارونه ستاسې د ستړیا باعث کیدلای شي او د انټرویو په وخت کې به تاسې ځان ستړی احساس کړئ.

فکر مو د دنیا او کورني مشکلاتو څخه رادیخوا کړئ او یواځې خپل فکر مو د انټرویو په طرف کړئ تر څو ستاسې فکر پوره کار وکړي.

رسمي لباس واغوندئ لکه منظمه دریشي، نیک ټايي، بوټان او همدارنګه د ویښتانو او ږیرې سټایل مو ساده او رسمي کړئ ولې چې ستاسې لباس کولای شي چې ستاسې د شخصیت نماینده ګي وکړي.

هغه اسناد چې له تاسې څخه ادارې د انټرویو په وخت کې غوښتي وي له هیره مه وباسئ او په منظمه توګه يې له ځان سره ویسئ.

 

د انټرویو پر مهال باید کومې خبرې وکړل شي،کومې نه، څه وکړو او څه ونکړو؟

  • کله چې د انټرویو خونې ته داخلیږئ په سلام ویلو سره داخل شئ او کوښښ وکړئ چی د انټرویو غړو سره د لاس په ورکولو هرکلی وکړئ.

 

  • ناسته مو باید سیده وي یعنی نه به کوږ کینئ او نه به تکیه کوئ بلکې ناسته مو باید په داسې طریقه وي لکه یو زنګون مو په بل زنګون اړولی وي او لاس مو په بل لاس کې ورکړی وي. دا عمل تاسې له ویرې څخه هم ساتلی شي.

 

  • خپل ځان مو په لنډ او رسمي شکل معرفي کړئ یعنې ستاسې نوم، ستاسې فعلي ادرس، زده کړې، تیري تجربې، مهارتونه او تیرې لاس ته راوړڼې مو په مشخصو ټکو کې بیان کړئ. هڅه مه کوئ چې اضافی معلومات لکه ستاسې د خوښې خواړه، د خوښې رنګ، مورنی ژبه، د خوښې ورزش، او یا هم ستاسې قوم ووایئ ولې چې اداره ستاسې شخصي معلوماتو ته ضرورت نه لري بلکې هغوی هغه څه ته ضرورت لرې کوم چې د ادارې په ګټه وي او دندې پورې تړلي وي.

 

د انټرویو په جریان کې خبرو او پوښتنو ته په پوره دقیق ډول غوږ ونیسئ، واضح او منطقې ځواب ورته ووایئ که چیرته ستاسې ځواب هغوی ته د قناعت وړ نه و نو له مثال سره یې ورته واضح کړئ. که په پوښتنه پوه نه شوئ حق لرئ چې د تکرار لپاره يې پوښتنه وکړئ.که چیرته پوښتنه مختلف اړخونه ولري کوښښ وکړئ چې هر اړخ يې ځان سره وسنجوئ او په منظم شکل د پوښتنې هر اړخ ته ځواب ووایئ.

 

  • خپلې خبرې مو په واضح شکل وکړئ. د خبرو سرعت مو په نظر کې ونیسئ چې نه ډیرې تیزې وي نه هم سستې او همدارنګه خبرې مو باید په ډیر لوړ اواز نه وي، نه هم په ډیر ټیټ اواز ولې چې ستاسې د خبرو انداز ستاسې د باور او ډاډ معنی ورکوي Eye Contact مو په نظر کې ونیسئی یعنې هڅه وکړئ چې د انټرویو د مجلس غړو توجه اړولو لپاره د ځواب ویلو په وخت کې د هغوی طرف ته سترګې اړوئ را اړوئ تر څو هغوی په دې پوه شي چې تاسې په پوره باور سره انټرویو کې اشتراک کوئ.

 

  • هیڅکله د انټرویو غړو سره په ځواب کې بحث مه کوئ ولې چې دا ستاسې د کمزورتیا نقطه بیانوي. په یاد ولرئ چې تاسې په ښه او منطقي ځواب ویلو سره هغوی ته دا قناعت ورکوئ چې تاسې یو وړ شخص دې دندې لپاره ياست او تاسې به ورباندې په سمه توګه خپل ځان خرڅوئ.

 

  • که چیرته تاسې ته یې د کومې پوښتنې کولو موقع درکړه هڅه وکړئ چې يوه پوښتنه وکړئ اما له داسې پوښتنو کولو څخه په کلکه توګه ډډه وکړئ لکه، ایا زه کامیاب شوم؟ کله به زما نتیجه معلومه شي؟ زما به څومره معاش وي؟ زه به څومره رخصتي لرم؟ کاري وخت مو څو ساعته ده؟ او یا هم داسې نورې ورته پوښتنې ولې چې دا هغه پوښتنې دي چې ځواب يې ټولو کاندیدانو ته یو دی باید هڅه وکړئ چې داسې یوه پوښتنه وکړئ چې هغه یو خاص ځواب ولري لکه، که چیرته زه دې دندې ته بریالی شوم ایا تاسې د نوي کارکونکو لپاره کاري ټرینینګونه په نظر کې لرئ؟ ایا تاسې د کارکونکو د مسلک پیاوړتیا لپاره کومې خاصې برنامې لرئ؟ په داسې پوښتنو سره به د انټرویو غړي قانع شي چې تاسې په رښتیا سره دې دندې او ادارې سره کار کولو کې پوره لیواله یاست.

 

  • د انټرویو په اخر کې هڅه وکړئ چې په پوره ډاډ سره د انټرویو اخیستونکو ته وواېئ چې تاسې به هیڅکله زما په ګمارنه کې پښیمانتیا و نه ښیئ ولې چې زه ځان یو مناسب کاندید دې دندې لپاره ګڼم.

 

د انټرویو ورکولو څخه یوه ورځ وروسته تاسې حق لرئ چې هغې ادارې ته چې تاسې انټرویو ورکړې اړیکه ونیسئ او د خپلې انټرویو د نتیجې په هکله ورڅخه پوښتنه وکړئ. که ستاسې د انټرویو نتیجه منفی وه او تاسې ورته بریالی نه شوئ نو هیڅکله خپل همت مه بایلئ ولې چې هغه انټرویو چې تاسې ورکړه هغه ستاسې لپاره یوه لویه تجربه کیدلی شي او دا د دې معنی نه شوه چې تاسې په کوم څه نه پوهیږئ.

ستاسې له لوستلو څخه نړۍ مننه که کوم نظر لرئ مهربانی وکړئ راسره یې شریک کړئ تر څو داسې نورو علمې لیکنو ته وهڅول شم.