څنګه د بریا لپاره پروګرام جوړ کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که د نننۍ نړۍ لپاره یو نوم ټاکو، نو کولای شو د (د بریا نړۍ) ورته ووایو. ټول غواړي چې باید بریالي وي، خو کله کله بریا ته لاسرسی سخت وي.

رښتیا د بریالیو کسانو راز په څه کې دی؟ دلته به له تاسو سره هغه پټې خبرې شریکې کړو، چې که عمل پرې وکړی، ډېر ژر به تر بریا غېږ را چاپېر کړی.

۱- له نورو سره د مشورې کولو په لټه کې اوسئ! د خلکو یوه ستونزه دا ده چې ځان ورته جامع الکمالات ښکاري او په هوښیارۍ کې یې پر ځان تمامه کړې وي. دوی وایي: زه په هر څه پوهېږم او بلد یم.

او بله تېروتنه چې خلک یې کوي، دا ده چې د باور وړ سلاکاران نه لري او که د باور وړ او متخصص سلاکار لري هم، خبرو ته یې غوږ نه ږدي. رابرټ کیوساکي چې د اوسنۍ نړۍ یو بریالی کس دی، د بریا یو راز یې دا دی چې هغه د خپل باور وړ سلاکار خبرو ته چې شتمن پلار یې و، غوږ نیولی دی او له مشورو یې ګټه اخیستې ده.

۲- چا چې له زده کړو لاس واخیست، ژوند یې بایلود بې ځایه وخت تېرول ډېر خطرناک کار دی. د ودې د کلونو په اوږدو کې باید پر زده کړو تمرکز وکړو. داسې زده کړه چې فکر کولو ته مو لېواله کړي او کله مو چې فکر کول زده کړل، نو هېڅکله باید دغه وړتیا له لاسه ور نه کړی.

ګټوره زده کړه نه یوازې دا چې بریا ته مو رسوي، بلکې ځوانوي مو هم. تاسو کولای شی په ورځني ډول د خپلو زده کړو کچه د هغه څه په وسیله چې زده کوی یې زیاته کړی.

له خپلو خپلوانو، ملګرو، دوستانو او مشتریانو څخه هم زده کړه وکړئ. دا به وړیا زده کړه وي، خو ډېره ګټوره ده.

 

۳- تاسو چې هر ډول فکر کوئ، په حقه یاست وختونه کېږي چې دا تصور موجود دی چې ټولې بریاوې په اصل کې له ذهنه پیلېږي.

په کلي ډول دغه موضوع اوس منل شوې ده، چې بریا او ماتې دواړه لومړی زموږ په ذهن کې جوړښت مومي، ان تر هغه مخکې چې پر واقعیت بدل شي. افلاطون ویلي: «هر شی دوه ځله خلق کېږي. یو ځل په ذهن کې او بل ځل له ذهنه د باندې. نو د بریالي حرکت لپاره لومړۍ موخه باید دا وي چې له ذهني اړخه باید ورته د یوه بریالي حرکت په سترګه وکتل شي. هغه مسیر په خپل ذهن کې ترسیم کړئ. دغه کار به درته د مثبتې پایلې ضمانت وکړي».

 

۴- پر پایلې ورکوونکو شیانو پانګونه وکړئ! غوره پانګونه دا ده چې لومړی پر خپل ځان پانګونه وکړئ. له ځان سره مینه وکړئ او د ښو لایق یې وګڼئ. دویم؛ پر خپلو ملګرو او دوستانو باندې پانګونه وکړئ. داسې ملګري چې بریا ته په رسېدو کې پرې باور وکړی او زړه پرې وتړی. ډېر پام وکړئ، د ځان لپار داسې ملګري مه غوره کوئ، چې پر کږه لار مو بوځي.

 

۵- ماتې د دویم ځلي پیل لپاره ښه فرصت دی، دا ځل ښه په هوښیارۍ… په ماتې کې تر ټولو غوره ټکی دا دی چې دا ځل موږ تر لومړي ځل په خلاصو سترګو پرېکړه کوو او لوری ټاکو. له ماتې وروسته باید موږ تیار اوسو او د هغو درسونو له مخې حرکت وکړو، چې له ماتې څخه مو زده کړي دي.

 

۶- کار باید په پوره مینه تر سره کړو که د یوه کار د تر سره کولو لپاره مینه او علاقه نه لری، نو ښه ده چې خپله دنده بدله کړئ او د یوې نوې دندې په لټه کې شی. کېدای شي هره ورځ مو له لاسته راوړنو ډکه او بې عیبه نه وي، خو له کار سره مینه د دې لامل کېږي، چې کار درته ارزښتمن شي. له کار سره دې دا ډول مینې پیدا کول یا پیدا کېدل کېدای شي وخت ونیسي، خو د بریالیو کسانو درسونه موږ ته راښیي، چې دا کار پر جګړې او زحمت ارزي.

۷- هر څه ممکن دي په دې نړۍ کې هر څه امکان لري. نوښتګر اوسئ او له خپلې ودې ننګه وکړئ. نیک اخلاق، نیک ګفتار او نیک رفتار مو باید د ژوند اصلي لومړیتوبونه وي. که مو څوک تر لاس لاندې کار کوي، ښه چلند ور سره وکړئ، معاش او حق یې پر خپل وخت ورکړئ او له شخصي ودې سره یې مرسته وکړئ.

۸- د غم او غوسې پر ځای خوښۍ او خوشالۍ وزېږوئ! ځینې کسان د ورځې په اوږدو او یا هم د ټول ژوند په اوږدو کې تولید لري، خو دغه تولید یې پوچې خبرې، منفي اوازې، ریاکاري او یا هم حسادت او کینه وي. دوی په دې کار سره په خپل چاپېریال کې یو غیر اخلاقي او وژونکی ویروس خپروي. که غواړی په ټوله مانا یو بریالی انسان وی، نو هر ځای چې ګام ږدی، مینه وکرئ، خوښي او مثبته انرژي تولید کړئ.

۹- په ستونزه او ملامتۍ پسې مه نښلئ، بلکې ستونزې ته د حل لار ولټوئ! پر ستونزو باندې تمرکز مه کوئ، بلکې د ستونزو د حل لټه وکړئ.

د خپلو تېروتنو په اړه نور ځورول او د ملامتیا ګوته ورته نیول اسانه کار دی، خو تر ټولو اسانه کار او هغه مهارت چې باید زده یې کړی، دا دی چې د خپلو ټولو کارونو مسوولیت پر خپله غاړه واخلئ. ان کېدای شي تر دې یو ګام نور هم مخکې لاړ شی او ستونزو ته د حل لار ولټوئ. دغه کار مو په ژوند کې بریا تضمینوي.