څنګه د ماشومانو د اختطاف او ځوروني مخنیوی وکړو؟

لیکنه: اغاملوک سهار

په افغانستان کې هره ورځ له یو تر دریو ماشومان اختطاف کیږي او د ورځې په سلګونه ماشومان له جنسي او اروایې اړخه ځوریږي.

د کال په سلګونه ماشومان د ماین په چاودنو، ټرافیکې پیښو، ناوړه چارپیریال ستونزو، او نور برخو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ماشومانو د خوندیتوب اداره “سېو ده چلډرن” وایي، د نړۍ تر نیمایي ماشومان له بې وزلۍ او جګړې کړېږي، او له نجونو سره توپيري چلند کېږي.

۲۴۰ ملیونه ماشومان په داسې هېوادونو کې اوسي چې جګړه پکې روانه ده، و له هغو یې افغانستان دی.

په افغانستان کې تر ډیری هغه ماشومان هم ځوریږي، چې د پانګه والو، چارواکو او په ټوله کې په کورنیو پورې اړه لري، د چې ژوند کچه یې ښه ده.

د هیواد شاوخوا ۶۷٪ نفوس ځوانان تشکلوي، چې ددې لوړې سلنې لویه برخه هم ماشومان دي. په کابل کې او ولایتونو کې په لسګونه زره کورنۍ د اختطاف او ځورنې له ویرې خپل ماشومان ډیر محدود کړي، او ددوی په رواني حالت او زده کړو یې ډیر منفی اثر اچولی.

په ټوله نړۍ کې اوس د ماشومانو د خوندیتوب او څار له پاره له ټکنالوجې نه کار اخیستل کیږي. سږ کال په چینې ښوونځیو کې ماشومانو ته ځیرک لباس وړاندی سو. چې ښوونځي او کورنۍ ته د ماشوم دقیق موقعیت، رواني حالت، بوختیاوې او نورې خصوصیات ښیې. دیته ورته په نورو هیوادونو کې کورنۍ د ماشومانو د خوندیتوب او څار لپاره له مختلفو لارو چارو نه ګڼه اخلي.

اوس راځو په افغانستان کې د ماشومانو د اختطاف او ځوروني ممکنه حل څه دی؟

اختطاف د قاچاق یو ډول دی، او موږ ټول اړ یو په دي برخه کې مرسته وکړو او حللارې وړاندې کړو.

هغه کورنۍ چې غواړي په افغانستان کې یې خپل ماشومان خوندي او همیشه ددوي روباندي پام وي نو دا حل لارې او لارښووني دی عملي کړي:

متاسفانه د ماشومانو د خوندتوب لپاره ډیر کم کار سوي، دا کار په نشت حساب دی. حتا تاسو به د ښووځي په ټول نصاب کې د ماشومانو د اختطاف د مخنیوي، خوندیتوب او پاملرنې لپاره دوه پاڼې د لارښووني متن پیدا نکړی. د ښوونځۍ په ټول دولس کالونو کې نه په دولتي او نه په شخصي ښوونځیو کې او حتا د کورنیو له خوا کمه لارښوونه او هیڅ ډول وسایل نه ورکول کیږي.

په داسي حال کې چې دا لارښووني او وسایل تر بل هر څه مهم دي. ځکه د ماشوم ژوند ژغورې او تر ډیره د ځورونو نه یې خوندې کوي. دا لارښوونې او وسایل لپه دی برخه کې ښه وقایه ده.

اوس که موږ غواړو تر ټولو ښه او موثر ځل پیداکړو نو اړ یو له ځیرکې ټکنالوجۍ نه کار واخلو. د څار او خوندیتوب لپاره یو له دي نه، د جي پی ایس ډیواسونه او د څار اپلیکشنونه دي.

د جي پی ایس واړه ډوایسونه چې اندازې او ډولونه یې مختلف دي لکه د لاسي ساعت،غاړه بند، او نور واړه شکلونه چې حتا د یو قلم په اندازه سته.

دا ډیواس چې اوس یې موږ کورنیو ته ددوي د ماشومانو د خوندیتوب او پاملرني لپاره ورکوو. همداسي ډولونه لري، وزن له ۴۰ ګرامه حتا د ۱۰ په اندازه هم سته. دا جي پی ایس ډیوایسونه ماشومانو ته په کمربند،جیب،بوټ،بکسه، نورو ځایونه کې ښودل کیږي. او مور پلار یې زموږ د Darrak GPS اپلیکیشن په وسیله څاري. دقیق موقعیت یې ورته معلومیږي، او هر کله چې مور او پلار یې غواړي د ماشوم غږ واوري، نو ډیوایس ته زنګ وهي او ماشوم نه پوهیږي چې زما خبرې څوک اورې. ددي ډیوایسونه نوي ماډل ددي وړتیا لري، چې کلیدی کلیمی ورته تعین سي، د مثال په ډول: غلا، د جنسي ځوروني ځینې الفاظ، مرسته غواړم،…. کله چې ماشوم یا د هغه ته نژدي کس دا کلیمي یادي کړي، دا ډیوایس مشخص نمبر ته اتومات زنګ وهي. خو د عادي خبرو په مهال بیا مشخص نمبر ته زنګ نه وهي. د لوړ حرارت،لوړ سرعت یا چې کله ماشوم له یوې مشصي ساحي څخه بهر سي، یا یو ځای چې مخکې له مخکې په سیستم کې ټاکل سوي ته روسي، مور پلار ته یې خبرتیا ورځي. د میاشتو میاشتو مخکنې تاریخچه، له دوه ورځی حتا ځینې یې تر ۵۰ ورځي چارچ ساتي، ځیني وړې کمرې هم لري، چې وخت په وخت مشخص کس ته اتومات عکس لیږي، او نور کڼې ځانګړنې لري.

اوس مهال په کابل او ولایتونو کې نه یوازې ډیری کورنې د خپلو ماشومانو بلکې د کور د معلولو غړو یا سپین ږیرو د خوندیتوب او پاملرني لپاره له دي ټکنالوجې نه کار اخلي.

دا ټکنالوجي له مورپلار سره مرسته کوي چې خپل ماشومان له کور،دفتر او سفر نه وڅارې او خوندې یې کړي.

دا ډیواسونه ډیر ارزانه دی چې حتا ځینې د یو ساده موبایل په بیه هم نلري خو کورنیو او ادارو سره ډیره مرسته کوي.

ددي ډیواسونه بله ځانګړنه داده که تاسو انټرنت نه لري، نو اس ام اس له لارې هم دا خبرتیا او موقعیت درته لیږي.

که څه هم دا ډول واړه ډیوایسونه د جراحي له لارې په غوښه کې دننه ځای پځای کیږي، خو واړه دي، په بوټ یا بل ځای کې ماشوم ته پټیږي.